دامریکا ځانګړي استازي د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو سره ولیدل

 
کابل ( پژواک، ۵ وږی ۹۳) افغانستان او پاکستان لپاره دامریکا ځانګړی استازی ډانيل فیلډمین چې نن په یوه ناڅابي سفر کابل ته رسیدلی، د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو سره یې د ټاکنیز شخړو د هواري په موخه کتلي دي.
په کابل کې دامریکا سفارت په ټویټر پاڼه کې د وږي په ۵مه، لیکل شوي چې ډان فیلډمین نن کابل ته رسیدلی و. 
سرچینې زیاته کړې چې کابل ته رسیدلو سره سم ځانګړي استازي د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله سره ولیدل. 
دامریکا سفارت ویلي چې ددي ترڅنګ  ځانګړي استازي په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ددفتر مسوولنو سره یې لیدلي دي. 
د سرچینې د معلوماتو له مخې ددې لیدنو پر مهال دامریکا ځانګړي یو ځل بیا پخپل وخت سره د ټاکنیزې پروسې بر بشپړیدو ټینګار کړی دی ترڅو د میلیونونو افغانانو رایو ته درناوی وشي.
ډانيل فیلډمین زیاته کړې چې د میلیونونو افغانانو رایو سره به په افغانستان یو قانوني ملي حکومت رامنځته شي.
دامریکا ځآنګړی استازی په داسې حال کې کابل ته راغلی چې د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ډله نن یو ځل بیا درایو د بیاشمیرنې او پلټنې له پروسې څخه ووتله او ملګرو ملتونو ددواړو ټیمونو له استازيو پرته دغې پروسې ته ادامه ورکړه.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.