ولسمشر کرزي له جيمز ډابنز سره وکتل

 
کابل (پژواک ٢٩ چنګاښ ٩٣): ولسمشر حامد کرزي د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د متحدو ايالاتو له ځانګړي استازي جيمز ډابنز سره وکتل.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه د يکشنبې په ورځ (د چنګاښ ٢٩مه) پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کتنه نن د دواړو لورو ترمنځ په ارګ کې ترسره شوه.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، په دې کتنه کې جيمز ډابنز د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو د دويم پړاو د انتخاباتو د ټولو رايو د بيا شمېرنې او تفتيش د جريان، د دواړوکانديدانو ترمنځ د شويو مذاکراتو او وروستيو پرمختګونو په اړه حامدکرزي ته معلومات ورکړل.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.