په ټاکنيزه پروسه کې ځنډ د غزني سوداګري زيانمنه کړې

 
غزني (پژواک ٢٣ چنګاښ ٩٣): د غزني والي او سوداګر وايي چې د ټاکنو په پروسه کې ځنډ د دغه ولايت پر سوداګرۍ او پرمختيايي چارو منفي اغېز کړى دى.
موسى خان اکبرزاده له پژواک خبري اژانس سره مرکه کې وويل، چې په دې پروسه کې ځنډ په غزني کې سوداګري کمرنګه کړې او د بيارغونې پروژې يې په ټپه درولې دي.
والي وويل: ((د لومړي پړاو ټاکنو له پيله تر اوسه په غزني کې د بیارغونې هيڅ پروژه نه ده ترسره شوې، يانې ټول پرمختيايي کارونه په ټپه ولاړ دي، سوداګر هم له ستونزو سره مخ دي.))
د غزني والي هيله وښوده، چې د دويم پړاو ټاکنود پايلو تر اعلان وروسته به ټولې چارې بېرته خپل عادي حالت ته راوګرځي.
په ورته مهال د دغه ولايت يوه سوداګر حاجي ګل احمد پژواک ته وويل، چې د ټاکنو پروسې د غځېدو له امله يې سوداګري ټکنۍ شوې ده.
نوموړي وويل، چې له ګاونډيو هېوادونو بېلابېل سوداګرېز توکي هېواد ته راوړي؛ خو د تېر په څېر بازار نه لري.
هغه زياته کړه: ((هټۍ والو به پخوا ډېره تقاضا درلوده، ډېر توکي به يې پېرل خو اوس له وضعيته وېره لري، ډېر څه نه اخلي.))
د غزني ښار يوه هټۍ وال روح الله چې د ښار په يوه ګڼه ګونه ساحه کې کانتين لري پژواک ته وويل، چې د پخوا په پرته يې پلور کم شوى او خلک له خوراکي توکو پرته نور څه نه پېري.
بلخوا د غزني اوسېدونکي وايي، چې د ټاکنو پروسې پايلې بايد ژر تر ژره اعلان او نوي حکومت ته په سالمه توګه واګې وسپارل شي.
د دغه ولايت يوه بل اوسېدونکي عبيدالله پژواک ته وويل، هيله لري له نوي حکومت سره به هر څه سم شي.
د ټاکنو پروسه د وري له مياشتې پيل شوې او تر اوسه يې د دويم پړاو وروستۍ پايلې نه دې اعلان شوې.
دې چارې پر غزني سربېره د هېواد په ډېرو ولايتونو کې د خلکو، هټۍ والو او په ټوله کې د سوداګرو پر کارونو منفي اغېز کړى دى.
د يادونې ده، له يوه څه ځنډ وروسته د ټاکنو پروسې چارې له سره پيل شوې او تر څو اونيو پورې به د دويم پړاو ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان شي، حکومت، نړيوالو او دواړو نوماندانو ژمنه کړې چې پايلې به مني او واک به په سوله ييزه توګه نوي ولسمشر ته لېږدي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.