Paktika residents decry Abdullah’s remarks

 
ښرنه (پژواک ٢٨ غبرګولى ٩٣): د پکتيکا اوسېدونکو د ټاکنو په اړه د ډاکټر عبدالله او د هغه د لومړي مرستيال انجنير محمد خان  وروستۍ څرګندونې له تعصب ډکې بللې دي.
د ولسمشرۍ ياد نوماند او مرستيال يې ويلي، چې په سوېل ختيځو ولايتونو کې د رايه کاروونکو له اصلي شمېر څخه ډېره رايه کارېدلې او دا ورته  د منلو وړ نه ده.
د پکتيا قومي مشرانو او مدني ټولنو د دغو څرګندونو په غبرګون کې اعتراضيه غونډه وکړه، چې په ترڅ کې يې  د اصلاحاتو او همپالنې ډله  بحران ته پر لمن وهلو تورنه شوه.
د مدني ټولنې مشر يعقوب خان منظور وويل، خلکو په سختو شرايطو کې په ټاکنو کې ګډون وکړ، همدا ډول به د سر په قيمت له خپلو رايو دفاع وکړي.
هغه وويل: ((موږ په ډېرو سختو شرايطو کې رايه واچوله او ډېر مشکلات وو، په هر قيمت چې کېږي موږ به له خپلو رايو په کلکه دفاع کوو.))
 د پکتيکا قومي مخور زمرک خان  له ټولو قومونو وغوښتل، بې اساسه او تعصب پاروونکو خبرو ته دې اهميت نه ورکوي او له هغه څه دې ملاتړ وکړي، چې پر حقيقت بنا دي.
نوموړي له دواړو کانديدانو غوښتنه وکړه، چې د مظلومو افغانانو پر برخليک دې لوبې نه کوي او د ټاکنو په ورځ وژل شوو ماشومانو، ښځو او سړو ته دې درناوی وکړي.
د غونډې برخه وال او د مدني فعال نعمت الله خالد د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم هغه ارقام بې اساسه وبلل، چې له مخې يې ويل شوي، پکتيکاولايت کم نفوس لري.
خالد هم وويل: ((د پکتيکا نارينه وو اوښځو چې څرنګه د سر په بدل کې رايه ورکړې، همداسې به د سر په بدل کې د خپلو پاکو رايو دفاع هم وکړي.))
ديادې اعتراضيه غونډې  ګډونوالو ګواښ وکړ، چې که د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسونو رايو ته درناوی ونه کړي؛ نو پراخو لاريونو ته به مخه کړي او خپل حق  به وغواړي.
په دغه ولايت کې د رايو اچونې ٢٦٦ مرکزونه دي، چې د چارواکو په وينا،  د ټاکنو په روځ ټول فعال وو.
په دې وروستيو کې د خوست او هلمند په ګډون په ډېرو ولايتونو کې د ډاکټر عبدالله د وروستيو څرګندونو په غبرګون اعتراضيه غونډې وشوې او هغه يې بحران ته پر لمن وهلو تورن کړ.
خو د نوموړي نوماند ټاکنيزه ډله  لا هم له رسنيو سره په  مرکو کې پر هغو څرګندونو ټينګار کوي، چې ګني په يو شمېر ولايتونو کې زياتې رايې کارېدلې دي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.