Paktika sees high turnout in runoff vote

 
ښرنه (پژواک٢٦غبرګولى٩٣):دپکتیکادټاکنوکمېسیون چارواکي وایي، چې په دویم پړاو ټاکنوکې دپکتیکاخلکو له لومړي پړاو څخه ډېره ونډه اخيستې وه.
ددې ولایت دټاکنو کمېسیون رييس ذبیح الله وګړي پژواک خبري اژانس ته وویل، ټولو محلونوته يې نږدې څلوره سوه اوپنځه ویشت زره رایې پاڼې لېږلې وې، چې نږدې څلور سوه زره یې کارول شوې دي.
دټاکنو کمېسیون رييس وویل:(( که څه هم په یوشمېر سیموکې دمخالفینوګواښونه وو؛ خوبیا هم زموږ خلکو په مېړانې سره خپل ملي مسوولیت ترسره کړ او د رایې ورکولو مرکزونو ته لاړل.))
وګړي که څه هم دمېرمنو کره شمېره ونه ښوده، خو ویې ویل، په داځل ټاکنو کې ددې ولایت دمېرمنو ونډه هم زیاته وه.
دهغه په خبره، درایې ورکولو ټولو سیمو ته څارونکي هم تللي وو او دوی پوره هڅه وکړه، چې ټاکنې له درغلیو پاکې،رڼې اوشفافې ترسره شي.
دپکتیکادخېرکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي اکبر خان پژواک ته وویل، د رایې ورکولو په ورځ دخلکوګڼه ګوڼه  زياته وه او  ډېر خلک د رایې ورکولو مرکزونو ته تلل.
ده وویل، په دې ولسوالۍ کې د نارینه وو ترڅنګ زیات شمېر مېرمنو هم په ټاکنو کې برخه درلوده.
دپکتیکا دمرکز اوسېدونکي نعمت الله پژواک ته وويل، چې ددې ولایت خلکو په خپل پراخ ګډون سره وښوده ، چې دوی ټول یوملي ولسمشر غواړي.
هغه وايي، باید د دې رايو درناوی وشي  او په غوڅ  اکثریت  باید ولسمشر وټاکل شي.
په پکتيکا ولايت کې ٢٦٦ د رايو مرکزونه شته؛ چې د چارواکو په وينا، ټول يې د رايې ورکولو په ورځ پرانيستي وو.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.