کابل  (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣):  په هېواد کې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنې تر اوسه په ښه توګه روانې دي، خو په ځينو سيمو کې د راى پاڼو د کمښت راپورونه ورکړل شوي دي.
په ټول هېواد کې د غبرګولي په ٢٤مه د سهار اوه بجې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې پيل شوې چې د مازديګر تر څلورو بجو پورې به دوام ولري.
د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال ايوب سالنګي ويلي چې د هېواد په مرکز او ولايتونو کې دا پروسه تر اوسه په ښه توګه روانه او د پام وړ امنيتي پېښې راپور نه دى ورکړل شوى.
خو د يو شمېر ولايتونو  اوسېدونکو د راى پاڼو د کمښت خبر ورکړى دى.
د کندهار ښار په دويمه ناحيه کې تر غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې لسګونه خلک چې شمېره يې تر ٢٠٠ زياته ده، د زرغونې انا لېسې بهر ولاړ وو او د مسوولينو له خوا ورته ويل شوي، چې د رايو پاڼې خلاصې شوې دي.
د احمدالله په نوم يوه تن پژواک خبري اژانس ته وويل: ((نيم ساعت کېږي چې په دې سخته ګرمۍ کې ولاړ يو، راته ويل شوي چې د رايو پاڼې خلاصې شوې دي.))
تر يو ساعت پورې چې راى پاڼې رو ونه رسېدې، ياد خلک بېرته خپلو کورونو ته ستانه شول.
په دغه مرکز کې د ټاکنو ناظمين وايي، چې دوى خپل مرکزي دفتر ته په دې اړه راپور ورکړى دى.
د ټاکنو کمېسيون مشر داوري د رايو پاڼو خلاصېدل ومنل او ويې وويل چې دغه مرکز يواځې د ښځينه وو لپاره و.
ده زياته کړه، چې دغه مرکز ته همدومره پاڼې ځانګړې شوې وې، ځکه نور ورته نه شي لېږلى.
دغه راز د تخار ولايت د ټاکنو د ځايي کمېسيون مسوولينو په يو شمېر مرکزونو کې د رايو پاڼو د کمښت خبر ورکړى دى.
د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون رييس روح الله موسوي پژواک اژانس ته وويل چې د ولايت د مرکز اړوند په دوو مرکزونو کې د رايو پاڼې خلاصې شوې دي.
بلخوا د بلخ د نهرشاهي ولسوالۍ د محمديوسف خيرخوا لېسې د ښځينه محل رايې پاڼې خلاصې شوې دي.
په دغه مرکز کې د اشرف غني احمدزي ناظر تاج الدين پژواک ته وويل، چې په دغه محل کې ۱۱نيمې بجې رايې پاڼې خلاصې شوې دي خو د ښځو راتګ هم پای ته رسېدلی او دمګړۍ د نشت برابر دي.
دغه راز په باميانو او جوزجان ولايتونو کې هم د راى پاڼو د تمامېدو  راپورونه ورکړل شوي دي.
د باميانو د کهمرد ولسوالۍ ولسوال هادي سيغاني پژواک اژانس ته وويل چې تر غرمې پورې د رايو په څلورو محلونو کې د رايو پاڼې خلاصې شوې دي.
دى وايي، که چېرې مسوولين ژر تر ژره پاڼې ونه رسوي، نو سلګونه خلک به له رايو پاتې شي.
د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون رييس عزيزاحمد رسولي پژواک ته وويل چې ډېر ژر به يادې ولسوالۍ ته پاڼې ورسول شي.
بلخوا د جوزجان ولايت د مرکز شبرغان اړوند د مصراباد په سيمه کې هم د رايو په مرکز کې د رايو پاڼې خلاصې شوې دي.
دغه راز د کابل او سمنګان ولايتونو په ځينو سيمو کې هم د رايو پاڼې خلاصې شوې او سلګونه خلک له خپل دغه حق څخه محروم پاتې شوي دي.
د پژواک خبريالان د کابل ښار له بېلابېلو سيمو خبرونه ورکړي، چې په ګڼ شمېر مرکزونو کې خلک ولاړ دي، خو د رايو پاڼې په مرکزونو کې نشته.
د کابل ښار تر څنګ په سروبي ولسوالۍ کې هم د رايو پاڼو د ختمېدو خبر ورکړل شوى دى.
د ټاکنو د کمېسيون يوه ناظم ملک رحمت پژواک اژانس ته د دې موضوع د تاييد ترڅنګ وويل چې دوى مرکز ته خبر ورکړى دى.
بلخوا د سمنګان ولايت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې هم د راى پاڼو د ختمېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
د ننګرهار او کونړ ولايتونو  چارواکو هم په يو شمېر محلونو کې د راى پاڼو له کمښت څخه شکايت کړى دى.
د يادونې ده، د تېرو ټاکنو پر مهال هم په ګڼ شمېر ولايتونو کې د راى پاڼو ژر ختمېدل يوه جدي ستونزه وه.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.