مزارشريف (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣): د بلخ والي او د ډاکټر عبدالله د کمپاين مرکزي غړى عطاء محمد نور وايي، که چېرې د رڼو ټاکنو په پايله کې ډاکټر اشرف غني وګټي، نو دى به ورته مبارکي ورکړي.
په ټول هېواد کې د غبرګولي په ٢٤مه سهار اوه بجې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنې پيل شوې چې د مازديګر تر څلورو بجو به دوام وکړي.
د بلخ والي عطاء محمد نور  د مزار شريف ښار اړوند د فاطمې بلخي لېسې د رايو په مرکز کې خپله رايه وکاروله.
هغه په دغه مرکز کې خبريالانو ته وويل: ((که چېرې ملت زموږ د ټيم د کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله پر ځاى ډاکټر اشرف غني ته رايه ورکړه او پروسه بشپړه رڼه وه، نو دى به ډاکټر اشرف غني ته مبارکي ورکړي.))
خو نوموړي  زياته کړه، چې د اشرف غني د بريا په صورت کې به د هغه په واکمنۍ کې کومه دنده ترسره نه کړي.
نور وويل: ((اشرف غني دې له خپلې ډلې سره حکومت وکړي، موږ په کې برخه نه اخلو.))
د بلخ والي په پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې د دوى د مخالف کانديد لپاره د رايو د صندوقونو ډکولو ته په اشارې سره وويل، چې لا د مخه د درغليو پلان جوړ شوى دى.
هغه پر ټاکنيزو کمېسيونونو غږ وکړ، چې د خپل مسووليت له مخې بايد په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.
عطاء محمد نور  وويل، چې په بلخ ولايت کې د ټاکنو پروسه په ښه توګه روانه ده او تر اوسه له کومې ستونزې سره نه ده مخ شوې.
دى وايي چې په دغه ولايت کې پنځه مرکزونه د سېلابونو له امله تړل شوي وو، خو چې دوه يې بېرته پرانيستل شوي دي.
خو د ټاکنو د کمېسيون مشر نن سهار ويلي وو، چې دغه مرکزونه د زورواکو د لاسوهنو او نا امنيو له امله تړل شوي وو.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.