جلال اباد (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣): په ننګرهار ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ځايي دفتر وايي چې د ناامنيو له امله لس مرکزونه تړلي پاتې دي.
ټاکل شوې وه د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو لپاره په ننګرهار ولايت کې د رايو ٣٩٣ مرکزونه پرانيستي وي.
خو په دغه ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ځايي مشر خواجه امين الله فضلي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن په دغه ولايت کې ٣٨٣ مرکزونه پرانيستل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې لس مرکزونه د ناامنيو له امله نه دي خلاص شوي او امنيتي ځواکونو ورسره ژمنه کړې، چې د ورځې په اوږدو کې يې به يې د پرانيستلو هڅه وکړي.
دى وايي چې دغه لس مرکزونه په  حصارک، شېرزاد، پچيراګام او چپرهار ولسواليو کې دي.
د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد پژواک اژانس ته د يادو مرکزونو نه پرانيستل کېدل تاييد کړل او ويې ويل چې دوى يې د پرانيستلو هلې ځلې پيل کړې دي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.