6 polling sites stay closed in Farah, Ghazni

غزني(پژواک ۲۴ غبرګولى ۹۳):دغزني په قره باغ ولسوالۍ کې د فعال اعلان شوو مرکزونو له ډلې درې  يې تړلي پاتې شول او دوه يې تر غرمې تړلي وو.د دې ولايت د ټاکنو کمېسيون رييس اختر محمد اجمل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې ولسوالۍ کې د وسله والو د فعاليتونو شتوالى  ددې لامل شو، څو دا مرکزونه وتړل شي.

اجمل د تړل شويو  مرکزونو دقيق ځايونه ونه ښودل.
د قره باغ ولسوال فضل الرحمن پژواک ته وويل، چې په دې ولسوالۍ کې د رايو ورکولو بهير  ښه روان دى؛ خو هغه بيا د تړليو مرکزونو په اړه څه ونه ويل.
له دې سره هممهال د غزني د ټاکنو کمېسيون وايي،د واغز او ګېرو ولسوالۍ د رايې دوه مرکزونه هم تر غرمې مهاله تړلي وو او له غرمې وروسته پرانيستل شول.
ددې کمېسيون رييس وويل، پر دې ولسوالۍ  وسله والو بريدونه وکړل، ځکه يې ځينې مرکزونه تر يوه وخته پورې تړلي پاتې شول.
په ورته مهال د غزني د والي وياند شفيق ننګ پژواک ته وويل، چې په ټاکنو کې د دې ولايت د خلکو ونډه ښه وه.
ده وويل، د غزني له بېلا بېلو سيمو څخه د پېښو راپورونه شته؛خو دومره جدي نه دي، چې له امله يې د رايو مرکزونه تړل شوي واى.
په غزني کې د ولايتي روغتون رييس باز محمد همت پژواک ته وويل، نن  ورته په بېلابېلو سيمو کې د پېښو له امله پنځه ټپيان ور وړل شوي، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
په لومړي پړاو کې په غزني کې ٤٠د رايو مرکزونه تړلي و؛ خو په دې ټاکنو کې د ناامنيو له امله دا شمېر ١٠٣ ته لوړ شو او د  رايو د خلاصو مرکزونو شمېر٢٨٢ ښودل شوى دى.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.