کندهار ښار (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣): د کندهار ښار د رايو په يوه مرکز کې د رايو پاڼې خلاصې شوې دي.
په ټول هېواد کې د غبرګولي په ٢٤مه سهار اوه بجې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنې پيل شوې چې د مازديګر تر څلورو بجو پورې به دوام ولري.
په ټول کندهار کې دغه پروسه پيل شوې او د ځايي چارواکو په وينا، تر اوسه کومه امنيتي ستونزه نه ده رامنځته شوې.
د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر عبدالهادي داوري وايي چې په دغه ولايت کې ټول مرکزونه فعال دي او خلک په ډاډه زړه خپلې رايې کاروي.
خو د کندهار ښار په دويمه ناحيه کې لسګونه خلک چې شمېر يې تر ٢٠٠ ډېر دى، د زرغونې انا لېسې بهر ولاړ دي او د مسوولينو له خوا ورته ويل شوي، چې د رايو پاڼې خلاصې شوې دي.
د احمدالله په نوم يوه تن پژواک خبري اژانس ته وويل: ((نيم ساعت کېږي چې په دې سخته ګرمۍ کې ولاړ يو، راته ويل شوي چې د رايو پاڼې خلاصې شوې دي.))
د محمد سليم په نوم يوه بل تن پژواک اژانس ته وويل، که چېرې ژر تر ژره د رايو پاڼې ونه رسول شي، نو دوى به بېرته خپلو کورونو ته ولاړ شي.
خو لا هم پاڼې نه دې ور رسول شوې او خلک بېرته خپلو کورونو ته ګرځېدلي دي.
په دغه مرکز کې د ټاکنو ناظمين وايي چې دوى خپل مرکزي دفتر ته په دې اړه راپور ورکړى دى.
د ټاکنو د کمېسيون مشر داوري د رايو پاڼو خلاصېدل ومنل او ويې وويل چې دغه مرکز يواځې د ښځينه وو لپاره وو.
ده زياته کړه، چې دغه مرکز ته همدومره پاڼې ځانګړې شوې وې؛ ځکه نور ورته نه شي لېږلى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.