کابل (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣): د کابل په پلچرخي سيمه کې د نامعلومو دلايلو له مخې د رايې ورکولو يو محل تړل شوى او يوه بل محل ته څارونکي او خبريالان نه پرېښودل کېږي.
د سيمې يوه اوسېدونکي ډاکټر اجمل پژواک اژانس ته وويل، د پلچرخي په بازار کې د سپين جومات محل ، چې سهار اووه بجې پرانيستل شوى و، اوسمهال (څه کم نهه بجې) د نامعلومو دلايلو له مخې تړل شوى دى.
ده زياته کړه، په دې محل کې د رايې ورکوونکو کسانو ګڼه ګوڼه زياته وه، خو د محل له تړل کېدو سره يې بې برخليک پاتې شول.
خو د دې سيمې يوه بل اوسېدونکي چې نه غواړي نوم يې خپور شي، وويل چې دې محل ته د الله ګل مجاهد ورور سره له خپلو کسانو راغى او له دې ځاىه يې ټول خلک او څارونکي ووېستل.
الله ګل مجاهد په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازى او د ډاکټر عبدالله عبدالله پلوى دى.
له بلې خوا، په پلچرخي سيمه کې د سناتور جنت خان تره خېل په دارالعلوم کې د رايې ورکولو محل ته خبريالانو او د دواړو کانديدانو څارونکو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې محل ته ننوځي.
د پژواک خبريال په خبره، په دې ځاى کې شخصي وسله وال هم ليدل کېږي.
په دې محل کې د ډاکټر عبدالله يو څارونکى قاهر ولي وايي، چې په دې ځاى کې د وسله والو له لوري وهل شوى او د موټر ښيښه يې ور ماته کړې ده.
ده زياته کړه: "سهار مهال په سيمه کې د چاودنې غږ واورېدل شو، په همدې مهال زه راووتم او چې محل ته بېرته ننوتم، د شخصي وسله والو له لوري اجازه رانه کول شوه او راته يې وويل، چې دلته بيا رانه شې او پر ما يې ګوزارونه وکړل او د موټر ښيښه يې راماته کړه."
د پلچرخي سيمې يو بل اوسېدونکى حاجي حُکم خان بيا وايي، چې ده غوښتل په سيمه کې د کول بابو محل ته لاړ شي او رايه ورکړي، خو د شخصي وسله والو له لوري يې مخنىوى وشو.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.