افراد مسلح در ننگرهار بر ١٩ محل رای دهی حمله کرده بودند

جلال اباد (پژواک، ٢٤ غبرګولى ٩٣ ) : د ننګرهار چارواکي وايي، چې وسله والو مخالفينو په دې ولايت کې د رايو پر ١٩ محلونو بريدونه کړي وو، خو پروسه يې ګډه وډه نه شواى کړاى.
دغه څرګندونې د ننګرهار والي، امنيه قوماندان او د عامه نظم پوليسو قوماندان د يوې ګډې خبري غونډې پر مهال وکړې.
په ټول هېواد کې د غبرګولي په ٢٤مه، د سهار په اووه بجو د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنې پيل شوې ، چې د مازيګر په  څلورو بجو پاتى ته ورسېدې.
د ننګرهار والي مولوي عطاء الله لودين وويل ، چې  په دې ولايت کې د ټاکنو پروسه په ښه توګه ترسره شوه او امنيتي ځواکونو د خلکو لپاره کلک امنيتي تدابير نيولي وو.
هغه زياته کړه، چې د خلکو ونډه په دې ټاکنو کې د پام وړ وه، خو د ننګرهار امنيه قوماندن مل پاسوال فضل احمد شېرزاد وويل، چې د تېرو ټاکنو په پرتله د خلکو ونډه لږه وه.
شېرزاد زياته کړه، چې په دې ولايت کې شپږ کسان د درغلۍ په تور نيول شوي او اوس تر څېړنو لاندې دي.
نوموړي د خېوې او چپرهار ولسواليو د ستونزو په اړه ، چې ځينو زورواکو ديوه مشخص کانديد لپاره صندوقونه ډکول، وويل چې دوى هم په دې اړه معلومات ترلاسه کړي او که دا ادعاوې ثابت شوې، نو د هغوى سره به له قانون سره سم چلند وشي.
امنيه قوماندان وويل، چې په دې ولايت کې د رايو يواځې درې مرکزونه په خوګياڼو ولسوالۍ  کې تړل شوي وو.
تر دې مخکې ددې ولايت د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي وو، چې  لس مرکزونه نه دي پرانيستل شوي.
د هغه په وينا، په دې ولايت کې د نا امنيو يو شمېر پېښې هم شوې دي، شپږ امنيتي کسان او ٩ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
شېرزاد د جلال اباد د پېښې په اړه وويل، چې څېړنې يې پيل کړې دي او عاملين به يې د قانون منګولو ته وسپاري.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.