فيروزکوه (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣): د غور د ټاکنو خپلواک کمېسيون مسوولين وايي، چې په شهرک ولسوالۍ کې د اووه مرکزونو صندوقونه د يوه قوماندان له لوري د يوه مشخص کانديد په ګټه ډک شوي دي. د غور د ټاکنو ولايتي کمېسيون عملياتي مرستيال فضل حق، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د شهرک ولسوالۍ د کيمينج، غوک او دهن مرغه سيمو کې د رايې ورکولو له مرکزونو څخه د ملا مصطفى په نوم جهادي قوماندان، څارونکي وېستلي او د ډاکټر اشرف غني احمدزي په ګټه يې صندوقونه ډک کړي دي. ده زياته کړه، دا ستونزه يې په مرکز کې د ټاکنو له کمېسيون او له ولايتي امنيتي مسوولينو سره شريکه کړې ده. د غور د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر فضل الله جلالي هم ياده موضوع تاييدوي او وايي، دا ستونزه به په مرکز کې له له اړوندو مسوولينو سره شريکه کړي. د سيمې يو اوسېدونکى قيام الدين هم وايي، هېچاته اجازه نه ورکول کېده، چې رايه ورکړي او ټول خلک له رايې ورکولو محروم شول. له بلې خوا په ياد ولايت کې د رايې ورکولو اته مرکزونه تړلي پاتې دي. د غور امنيه قوماندان فهيم قايم، پژواک اژانس ته وويل، چې دا مرکزونه په مرکز چغچران او په دولت اباد او چهارصد ولسواليو کې د ناامنيو له امله تړلي پاتې دي او اوسمهال هلته نښته روانه ده. د هغه په خبره، په دې نښتو کې تردې دمه د ٣٠ وسله والو مخالفينو د مرګ ژوبلې ترڅنګ ١٢ امنيتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. دى زياتوي، ياد اته مرکزونه د ولسمشرۍ په لومړي پړاو ټاکنو کې پرانيستي وو. ټاکل شوې وه، چې په غور ولايت کې ټول ٢٠٤ مرکزونه پرانيستې وي، خو اوسمهال يواځې ١٩٦ فعال دي.
Add new comment