ښرنه ( پژواک، ٢٣ غبرګولى ٩٣ ) : د پکتيکا ولايت چارواکي وايي چې د ملي اردو سرتېرو   او د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر عبدالله لسګونو پر يوې مدرسې او مېلمه راډيو بريد کړى دى.
دا پېښه د غبرګولي په ٢٣مه، ددغه ولايت په ارګون ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د مېلمه راډيو مسوول محمدالله همت يار پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د ولسمشرۍ د کانديد عبدالله شاوخوا ٥٠ تنه پلويان چې د  ملي اردو سرتېري هم ورسره وو، ددوى پر راډيو بريد وکړ.
هغه زياته کړه، چې دغو کسانو ددوى دوه خبريالان وهلي او د راډيو ښېښې او نور وسايل يې هم مات کړي دي.
د نوموړي په وينا، دغه راز دغو کسانو په سيمه کې دابوهريره پر مدرسې هم بريد کړى، کتابونه يې بهر غورځولي او وسايل يې ګډ وډ کړي دي.
همتيار وايي، دغو کسانو ادعا کوله، چې دلته ديوه کانديد لپاره صندوقونه ډک کېږي، په داسې حال کې چې په مدرسه او راډيو کې هېڅ صندوق نشته.
د اررګون ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ جنايي امر زلمي هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې دوى د ملي اردو سرتېري له يادو سيمو ويستې دي.
هغه زياته کړه، چې پوليس په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.