اسعد اباد ( پژواک، ٢٢ غبرګولى ٩٣ ) : د کونړ ولايت د ټولو ولسواليو او مرکز قومي مشرانو او ديني عالمانو ديوې پراخې غونډې په ترڅ کې له خلکو وغوښتل ، چې په ټاکنو کې ونډه واخلي.
دغه راز دوى هوډ څرګند کړ، چې د ټاکنو پر مهال د  امنيت په ټينګولو کې د هېواد له ملي ځواکونو سره اوږه په اوږه ودريږي.
ددې ولايت يو تن قومي مشر حاجي عطاالله غونډې ته وويل ، چې په تېرو ټاکنو کې يې هم د سر په بدله ګډون کړی ، له هېچايې ډارنه دی کړی او د وينو په بدل کې يې خپله رايه کارولې ده.
هغه زياته کړه، چې د شنبې ورځې په ټاکنو کې به هم په پراخه کچه ګډون کوي او له خلکو يې وغوښتل ، چې د رايو مرکزونو ته ورشي.
نوموړي قومي مشر له امنيتي ځواکونو وغوښتل ، چې د ټاکنو پر مهال ددرغليو مخنيوى وکړي.
د مولوي عبدالرحمن په نامه يوه ديني عالم بيا د  ټاکنو پر ارزښت خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې دا د هر هېواد وال ايماني مسووليت دی، چې  رايه د خپلې خوښې کانديد ته ورکړي.
نوموړي پر امنيتي ځواکونو، دولتي مسوولينو او د ټاکنو پر دواړو کمېسيونونو غږ وکړ ، چې د خلکو رايو ته درناوي وکړي، د ناپاکو او پاکو رايو ترمنځ دې توپير وکړي.
د کونړ والي شجاع الملک جلاله غونډې ته وويل ،چې تېرې ټاکنې هم په دې ولايت کې په سمه توګه ترسره شوې او دا ځل يې بشپړه تابيا نيولې، څو دا ټاکنې په ښه توګه ترسره شي.
هغه زياته کړه، چې کونړ يو غرنى ولايت او له ګاونډي هېواد سره ٢٦٠ کيلو متره اوږوده پوله لري، چې له امله يې وسله وال په اسانه توګه تګ راتګ کولى شي.
خو والي وويل، چې امنيتي ځواکونه د وسله والو مخالفينو د بريدونو او ورانکاريو د مخنيوي لپاره بشپړ چمتووالى لري.
د هغه په وينا، په دې ټاکنو کې به درې هغه مرکزونه خلاص وي، چې په تېرو ټاکنو بند پاتې شوي وو.
ده زياته کړه، چې په دې ټاکنو کې به ٩٤ د رايو مرکزونه خلاص وي.
ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنې د شنبې په ورځ د غبرګولي په ٢٤مه، ترسره شي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.