٥٠ وعدۀ بزرگ که داکترعبدالله به مردم افغانستان داده است

کابل (پژواک ٢١ غبرګولى ٩٣): ډاکټر عبدالله د ولسمشرۍ ټاکنو له دوو مخکښو نوماندانو څخه يو دى، چې له افغانانو سره يې پنځوس سترې ژمنې کړي، چې د برياليتوب پر مهال به يې پلې کوي.
ياد نوماند، خپلې دغه ژمنې تر ډېره په خپلو ټاکنيزو مناظرو او په لومړي او دويم پړاو ټاکنيزو مبارزو کې ولايتونو د سفر پر مهال مطرح کړې دي.
د ډاکټر عبدالله ويناوې څرګندوي، چې د دغه نوماند ژمنې تر ډېره د اقتصادي او بنسټيزو پروژو د رغونې او پياوړتيا او په دولت کې د اصلاحاتو پر راوستو ولاړې دي.
اقتصادي:
١- ړايکنډي: د ګردن دېوار سړک به، چې کابل د مرکزي ولايتونو له لارې له هرات سره نښلوي، په اساسي ډول ورغوو. د ګردن دېوار سړک، چې شاوخوا ٧٠٠ کيلومټره اوږدوالى لري، د ميدان وردګو ولايت د بهسودو د حصه اول ولسوالۍ له ګردن دېوار سيمې څخه پيل او د باميانو، دايکنډي او غور ولايتونو څخه له تېرېدو وروسته له هرات سره نښلول کېږي.
٢- دايکنډي: د څښلو او کرنيزو اوبو ستونزه به د برېښنا بندونو د رغولو له لارې له منځه يوسو.
٣- غور: په دغه ولايت کې د واټونو، برېښنا کوټونو، کرنې او پوهنتون جوړولو ته به جدي پام کوو.
٤- نيمروز: دغه ولايت به له دويمې درجې ولايت څخه لومړۍ درجې ولايت ته لوړ کړو.
٥- نيمروز: د کمال خان بند او د دغه ولايت د هوايي ډګر نيمه پاتې کارونه به بشپړ کړو.
٦- نيمروز: د دغه ولايت اوسېدونکو ته به د څښلو خوږې اوبه، چې اوسمهال له تروشو اوبو ګټه پورته کوي، برابرې کړو.
٧- پروان: د برياليتوب پر مهال به په پروان او پنجشېر ولايتونو کې د اوبو بندونه جوړ کړو.
٨-  پکتيا: که بريالى شوم، نو د مچلغو بند به جوړ کړم او پکتيا ولايت به له دويمې درجې څخه لومړۍ درجې ته لوړ کړم.
٩- غزني: په لومړي پړاو کې به دغه ولايت کې امنيت راولو او له هغه وروسته بې کاري له منځه وړو.
١٠- غزني: په دغه ولايت کې به لويې نښلوونکې لارې او پوهنتون جوړ کړو.
١١- غزني: د خلکو د اړتيا وړ برېښنا انرژي به جوړه کړو او بزګرانو ته به سړې خونې ورغوو.
١٢- فراه: د برياليتوب پر مهال به د بخش اباد د بند جوړول، زموږ له لومړيتوبونو وي.
١٣- فراه: په دغه ولايت کې به امنيت ټينګ او د ټولو ولسواليو سړکونه به پاخه کړو.
١٤- باميان: د دغه ولايت له لارې د شمال- سوېل لويې لارې جوړول او د باميانو د ښار د واټونو بيارغول په دغه ولايت کې زموږ له لومړيتوبونو څخه دي.
١٥- باميان: د برېښنا ستونزې ته د پاى ټکى کېښودل، کرنيزو محصولاتو ته د سړو خونو جوړول او د باميانو له اصلي اوسېدونکو سره د کوچيانو د ستونزې حل، زموږ په پروګرامونو کې شامل دي.
١٦- بغلان: د بغلان ولايت په بيارغونه کې به ډېر کار وکړو او په ځانګړي ډول د کيلګي د اوبو بند به جوړ کړو.
١٧- کندوز: د سپن زر تصدۍ بيا فعالول، د کندوز د حلقوي واټ بيارغونه او جوړول، د امو څنډو (سواحلو) ټينګول، د کرنې پياوړي کول او د دې ولايت د ښاري ماسټرپلان پلي کولي، زموږ د پروګرامونو په سر کې ځاى لري.
١٨- ننګرهار: د دغه ولايت د کانال رغول، د بهسودو د پول جوړول، د خوګياڼو- جلال اباد، جلال اباد- تورخم او جلال اباد- کابل لويو لارو جوړول، په دغه ولايت کې زموږ له بنسټيزو پروژو څخه دي.
 
١٩- پر کونړ او کامې سيندونو د برېښناکوټونو جوړول او د سپين غر په لمنو کې د برېښنا د وړو بندونو جوړول.
 
٢٠- کندهار: د کندهار د اړتيا وړ برېښنا رامنځ ته کول.
 
٢١- پروان: د جبل السراج د سمنټو کارخانې له سره فعالول، د سياه ګرد ولسوالۍ د قمچاق برېښناکوټ جوړول او همدارنګه د پنجشېر پر سيند د اوبو ګرځونې بند جوړول.
 
٢٢- خوست: د خوست- ګردېز د لويې لارې په بشپړ ډول جوړول، د غلام خان بندر را ژوندي کول، د نړۍ له پوهنتونونو سره د خوست د پوهنتون نښلول او د استادانو لپاره د تحصيل د ادامې زمينه برابرول.
 
٢٣- خوست: د دې ولايت هوايي ډګر د سيمې په يوه لوى هوايي ډګر بدلول، بې کارو کسانو ته د کاري زمينې برابرول او د پوهنې پراختيا، خوست په يوه ټرانزيټي ولايت بدلول، د يوه صنعتي ښارګوټي رامنځ ته کول او له کابل څخه خوست د برېښنا غځول.
٢٤- کابل: له خصوصي سکټور او کورنيو توليداتو څخه ملاتړ به زموږ په لومړيتوبونو کې ځاى ولري. په راتلونکو پنځو کلونو کې به شاوخوا يو ميليون کاري زمينې رامنځ ته کړو، په لومړي کال کې به ٨٠زره او په نورو راتلونکو کلونو کې به دغه شمېره څو برابره لوړه شي.
٢٥- بدخشان: د ورېښمو سوداګريزه لار به چې د دغه ولايت له بهارک ولسوالۍ څخه پيل او له وردوج ولسوالۍ څخه تر تېرېدو وروسته د دغه ولايت شکاشم ولسوالۍ سره نښلول کېږي، له چين سره ونښلوو.
٢٦- تخار: د بېکارانو لپاره د کاري زمينې برابرول، په دولتي پوسټونو کې تحصيل کړيو ځوانانو ته ډېره برخه ورکول، د کوکچې په اوږدو کې ټولو پرتو ولسواليو ته پراختيا ورکول، د کوکچه سفلى پر سيند د برېښناکوټ جوړول او د درقد ولسوالۍ د تخار له مرکز سره نښلول.
٢٧- بلخ: له معلولينو او د شهيدانو له کورنيو څخه د ملاتړ لپاره د ځانګړو پروګرامونو تر سره کول.
٢٨- کندهار: ګاونډيو هېوادونو ته د ديني زده کړو د ترلاسه کولو لپاره د ځوانانو د تلو د مخنيوي په موخه د هېواد په دننه کې د مدرسو او ديني علومو مرکزونو رامنځ ته کول.
فرهنګي، ټولنيزې او ديني چارې:
٢٩- کابل: په ځانګړي او خاص ډول به د ديني علماو غوښتنو ته پام وکړم.
٣٠- کابل: د لوبغاړو پر وضعيت پام به زموږ له لومړيتوبونو وي.
حکومتوالي:
٣١- کابل: په ټاکنو کې د برياليتوب پر مهال به له امريکا سره د ستراتيژيک تړون لاسليک به زما له لومړيتوبونو څخه وي.
٣٢- کابل: هېڅ ډول زورواکۍ، له واکه ناوړه ګټه پورته کولو او بې اتفاقۍ ته به په خپل حکومت کې ځاى ورنه کړم.
٣٣- کابل: زما په مشرۍ حکومت به يواځې د يوه کس نه وي، بلکې په هغه کې به د هېواد ټول وګړي ځانونه شامل ګڼي.
٣٤- کابل: د کوچيانو او کليوالو ستونزه به د قانون له مخې حل کړم.
٣٥- کابل: ځواب ورکوونکى حکومت به رامنځ ته او خپلې ټولې کړې ژمنې به پلې کړم.
٣٦- غور: د هېواد د قانون له مخې به د دايزنګي په نوم د يوه خپلواک ولايت (د غور، باميانو او دايکنډي ولايتونو په محدودې کې) په رامنځ ته کولو سربېره د دغه ولايت د اوسېدونکو، قانوني غوښتنې عملي کړو.
٣٧- بلخ: د ځوانانو چارو وزارت رامنځ ته کول.
٣٨- تخار: ٤٠ سلنه ملي بوديجه به ولايتونو او سيمه ييزو ادارو ته ځانګړې کړو، ترڅو په بېلابېلو ډګرونو کې د خلکو ستونزې هوارې شي.
٣٩- کابل: له ګاونډيو سره به نېکې اړيکې ولرو، خو ورته مهال به له خپلو خلکو او هېواد دفاع هم وکړو.
٤٠- پکتيا: ټولو قومونو ته به رښتونى کار، خدمت او درناوى وکړم.
٤١- خوست: د خوست پوهو کسانو ته به په عمده دولتي پوسټونو کې ډېره برخه ورکړو.
٤٢- کابل: قانون به له تبعيض پرته د هېواد پر ټولو وګړو يو شان پلى شي.
٤٣- کابل: له اداري فساد او د نشه يي توکو پر وړاندې به سخته مبارزه وکړو.
٤٤- له نړيوالې ټولنې سره به په دوه اړخيز درناوي ولاړ او تعريف شوې اړيکې ولرو.
بشر حقونه په ځانګړي ډول د ښځو حقونه:
٤٥- کابل: د ښوونې، تحصيل، وړتيا جوړونې، اقتصاد، عدالت، څار او په ټولنه کې د ښځې ځاى د رول لوړولو به برخو کې د شرايطو د ښه کولو او د ښځو لپاره د مناسبو فرصتونو په رامنځته کولو کې به عملي او کلک ګامونه پورته کړو.
٤٦- کابل: د تاوتريخوالي د له منځه وړلو په اړه د قانون نه شتون، د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتريخوالي لامل شوى او موږ به دغه ستونزه د خپل حکومت په لومړيو ورځو کې حل کړو.
٤٧- پکتيا: هېچا ته به قومي مسايلو ته د لمن وهلو اجازه ورنه کړو.
کډوال او کورني بېځايه شوي کسان:
٤٨- بلخ: هېواد ته د کډوالو د راستنېدو لپاره ډېرې اسانتياوې او شرايط چمتو کول.
له وسله والو مخالفينو سره سوله:
٤٩- کابل: د سولې راوستو او د هېواد د ملي ګټو ساتلو ته به لومړيتوب ورکړو.
٥٠- کابل: د سولې د ټينګښت لپاره، د ملي مصالحو له مخې بايد يو بين الافغاني تفاهم رامنځ ته شي او موږ به په دغه برخه کې باوري ګامونه پورته کړو. منطقي لاره داده، چې د اساسي قانون په چوکاټ کې له يو بل سره خبرې اترې وکړو او د سولې رامنځ ته کولو لپاره يو ګډ عملي پلان جوړ کړو.
پژواک خبري اژانس، دغه ژمنې چې په ځينو مواردو کې په څو برخو وېشل کېږي، د خپلو خبرونو او راپورونو له مخې، د دغه ټاکنيز نوماند له دوو ټاکنيزو مبارزو څخه ترتيب کړې دي.
د دې احتمال هم شته، چې ډاکټر عبدالله له دې پرته په نورو غونډو کې ډېرې ژمنې کړې وي، چې دلته نه دي يادې شوي.
ټاکل شوې، د ولسمشرۍ دوهم دور ټاکنې د روان کال د غبرګولي مياشتې په ٢٤ مه په ټول هېواد کې تر سره شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.