ميمنه (پژواک، ١٦ غبرګولى ٩٣): وسله والو طالبانو د ازادۍ ګوند د رييس او د اصلاحاتو او همپالنې د ټاکنيز ټيم د غړي جنرال عبدالملک پر کاروان وسله وال بريد وکړ.
د فارياب د دولت اباد ولسوال سيدعبدالسلام نزهت په وينا، چې دغه پېښه نن د ولسوالۍ په جنګل سيمه کې رامنځته شوه ، چې له امله يې د جنرال مالک يو ساتونکى وژل شوى ، درې نور ټپيان دي او دوه موټر سوځېدلي دي.
هغه زياته کړه، دغه بريد هغه مهال رامنځته شو ، چې جنرال مالک او د ولسي جرګې غړى ګل محمد پهلوان له اندخوى ولسوالۍ څخه د شرين تګاب پر لور روان وو.
ولسوال وويل چې له دې بريد وروسته نښته رامنځته شوه چې د مازيګر تر څلورو بجو لا روانه ده .
دده په وينا ، چې ددغه بريد له امله د ميمنې ـ اندخوی لويه لاره تړل شوې او د څو ولسواليو برېښنا قطع شوې ده .
جنرال مالک وويل ، چې دى او ګل محمد پهلوان له نورو جهادي قوماندانانو سره د عبدالله د ټاکنيز کمپاين په موخه اندخوى ته تللي وو او د بېرته راګرځېدو پرمهال پرې بريد وشو.
Add new comment