As vote draws nears, Ahmadzai’s support swells

 
خوست (پژواک ٨ غبرګوالى): د خوست اوسېدونکي وايي، چې په دويم پړاو ټاکنو کې به په پراخه کچه برخه واخلي او زياتوي چې د ټاکنو کمېسيون بايد د درغليو مخه ونيسي.
خوستوالو دا څرګندونې په هغې غونډه کې وکړې، چې د دغه ولايت په مرکز کې د ولسمشرۍ لپاره د نوماند ډاکټر اشرف غني په ملاتړ جوړه شوې وه.
په ياده غونډه کې سلګونو قومي مشرانو، ديني عالمانو، ځوانانو او د مدني ټولنې د بېلابېلو بنسټونو غړو ګډون کړی وو.
د خوست د اسماعيل خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي مېر بازخان وويل، ښايي په دويم ځلې ټاکنو کې له ځينو امنيتي ستونزو سره مخ شي، خو بيا هم په کې ونډه اخلي.
نوموړي زياته کړه، چې خوستوالو په تېرو ټاکنو کې هم اشرف غني ته تر اويا سلنه زياته رايه ورکړې وه او د دويم ځل لپاره بيا هم هغه ته رايه ورکړي.
د دغه ولايت د تڼيو قومي مشر رسول محمد تڼي وويل، دې پرېکړې ته رسېدلي، چې د افغانستان ناخوالې، هغه مهال له منځه تلای شي، چې د ده په وينا اشرف غني ولسمشر شي.
نوموړي زياته کړه: ((موږ ټول د اشرف غني په مشرۍ د نوي حکومت د رامنځته کېدو لپاره د هغه له ټولو پلانونو ملاتړ کوو.))
رسول محمد تڼي له ټولو خلکو غوښتنه وکړه، چې په ټاکنو کې برخه واخلي او دغه کانديد ته رايه ورکړي.
د خوست د صبريو ولسوالۍ قومي مشر حاجي خان زمان صبري د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه غوښتنه وکړه، چې له دولتي چارواکو سره يو ځای د ولسمشرۍ په دويم پړاو تاکنو کې د درغليو مخنيوی وکړي.
نوموړي زياته کړه، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په تېرو ټاکنو کې ځينو کړيو لاسوهنه کړې وه او ښايي چې له موقع په ګټې اخيستنې بيا هم خپله هڅه وکړي.
د يادونې ده، په تېرو ټاکنو کې په خوست کې د ډاکټر اشرف غني په ګټه تر اويا سلنه زياته رايه کارول شوې وه.
ټاکل شوې د ولسمشرۍ لپاره دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په ٢٤مه ترسره شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.