اشرف غنى: برای فارغان پوهنتون ها زمینۀ کار را فراهم میکنم

 
کابل (پژواک ٦ غبرګولى ٩٣): ډاکټر اشرف غني احمدزي په کابل کې له يو شمېر محصلينو سره يو ځاى په يوه غونډه کې وويل، چې که چېرې په راتلونکو ټاکنو کې بريالى شي نو د وړتيا او استعداد له مخې به د دولت ټول کارکوونکي استخدام کړي، نه د واسطې او اړيکو له مخې.
احمدزي زياته کړه، چې تر ټولو ښه پانګونه د ځوانانو د پوهنې په برخه کې د هغوى راتلونکي ته پانګونه ده.
نن د ډاکټر اشرف غني احمدزي او د پوهنتونونو د استادانو او محصلينو تر منځ د کابل په انټرکانټننټال هوټل کې يوه ګډه ناسته تر سره شوه.
احمدزي په دغه ناسته کې محصلينو او ځوانانو ته په هېواد کې د دوى د مثبت رول، پرمختګ او د خپلو پروګرامونو د وړاندې کولو سربېره د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وويل او د هغوى ستونزې يې واورېدې.
نوموړي له محصلينو سره ژمنه وکړه، چې د پوهنتونونو څخه فارغ شويو محصلينو ته به د کار زمينه او د ژوند نورې اسانتياوې برابرې کړي.
د هغه په وينا، څوک چې له پوهنتون څخه فارغ کېږي نو له لسو کلونو وروسته بايد د ځان لپاره يو شخصي کور د اخيستو وړتيا ولري.
اشرف غني ټول ځوانان د زده کړې او تحصيل کولو ته وهڅول او ويې ويل، چې بې سيواده ځوانان ورته د منلو وړ نه دي.
د ولسمشرۍ ياد نوماند په هېواد کې د پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو درسي کيفيت ته په اشارې سره وويل، چې د درسي کريکولمونو بيا کتنې ته اړتيا ده.
د هغه په وينا، اوسمهال د هېواد په پوهنتنونونو کې د ١٩ پېړۍ درسي کريکولم تدريس کېږي.
اشرف غني ژمنه وکړه، چې د برياليتوب پر مهال به په دغه برخه کې ډېر بدلونونه رامنځته کړي.
د ولسمشرۍ دغه نوماند، له اداري فساد سره د سختې مبارزې د ژمنې سربېره د دغې غونډې له ټولو ګډونوالو سره ژمنه وکړه، چې د دولتي دندو په استخدام کې به له روڼتيا کار واخلي.
نوموړي همدارنګه په نننۍ ناسته کې د ځوانانو لپاره د تحصيلي بورسونو په لړۍ کې هم د روڼتيا ډاډ ورکړ او ويې ويل، چې په دې برخه کې به استعداد او وړتيا ورته د پام وړ وي، نه واسطې.
د يادې غونډې يوه ګډونوال مسيح ذکي وويل، چې نوماندان بايد له برياليتوب وروسته خپلې ژمنې عملي کړي.
اشرف غني، د دغه ځوان اندېښنې ته په ځواب کې وويل، چې دى د هغه څه په اړه ژمنې کوي، چې پوره يې کړي او د هغه څه په اړه ژمنه نه کوي، چې د تر سره کولو وس او توان يې نه لري.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.