Maidan Wardak needs 220 polling sites

 
ميدانښار (پژواک ۲۹ غويى ۹۳):  د  ميدان وردګو چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د دويم پړاو ټاکنو ترسره کېدو پر مهال ۲۲۰ سايټونو ته اړتيا ده، په داسې حال کې چې په تېرو ټاکنو کې د رايو ١٢٠ سايټونه فعال ساتل شوي وو.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوږياڼي د غويي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يادې څرګندونې نن د ولايت  والي عبدالمجيد خوږياڼي په مشرۍ په هغې غونډه کې وشوه، چې په کې ملي او پوځي چارواکو برخه اخيستې وه.
د هغه په وينا، په دغه ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ځايي مشر نورالله پيغام وويل چې د دوی د ارزونې له مخې بايد په دغه ولايت کې د رايو ۲۲۰ سايټونه فعال شي.
نوموړي زياته کړه، چې دوى په لومړي پړوا ټاکنو کې ۱۶۰ سايټونه په نظر کې نيولي وو، چې له ډلې څخه يې ۴۰ سايټونه د بېلابېلو لاملونو له امله بند او يواځې په ۱۲۰ سايټونو کې ټاکنې ترسره شوې .
پيغام وويل چې د دوی د اټکل له مخې په تېرو ټاکنو کې شاوخوا ۲۰۰ زره کسان په ميدان وردګو ولايت کې له رايې ورکونې محروم پاتې شوي وو.
هغه وايي  چې په تېرو ټاکنو کې ورسره د ولايت مقام د رهبرۍ له مخې امنيتي ارګانونو لازمه همکاري کړې او دوی ته ژمنې ورکړل شوې، چې په دويم پړاو کې به يې همکاري د لومړي پړاو څخه هم زياته وي.
په همدې حال کې د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوږياڼي وويل، هغه سايټونه چې پر وړاندې ستونزې موجودې دي،د اړوند سيمې له ولسونو سره به د يادې ستونزې د حل په موخه خبرې اترې وکړي.
د هغه په وينا، په ټول توان سره به هڅه وکړي، چې د لومړي پړاو ټاکنو پر مهال بند شوي سايټونه د رايې ورکوونکو پرمخ پرانيزي.
والي وويل چې په ميدان وردګو ولايت کې دويم پړاو ټاکنې ډېرې مهمې دي او وسله وال مخالفين به هم له پسرلني موسم څخه په استفادې هڅه کوي، چې ستونزې رامنځته کړي، خو امنيتي ځواکونه يې دا وړتيا لري، چې د هغوى هدفونه شنډ کړي.
ټاکل شوې دويم پړاو ټاکنې د دوو مخکښو نوماندانو ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي ترمنځ د غبرګولي په ٢٤مه ترسره شي .

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.