کابل (پژواک ١٨ غويى ٩٣): د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون، د رايې ورکولو د٤٤٤ محلونو د شکايتونو د ثبت موده، چې پرون د ټاکنو خپلواک کمېسيون له لوري اعلان شوې وه، تر پنځو ساعتونو (له غرمې وروسته يوه بجه) پورې غځولې ده.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وياند او منشي محمد نادر محسني نن خبريالانو ته وويل، دغه پرېکړه له هغه وروسته تر سره شوې، چې د يادو محلونو د رايې شمېرې، له پنځه ساعته ځنډ وروسته د ټاکنو کمېسيون پر انټرنټي پاڼه خپرې شوې.
محسني زياته کړه، کانديدان که د يادو محلونو د رايو د پايلو په اړه شکايت لري، نو خپل شکايتونه نن له يوې بجې وروسته د ټاکنيزو شکايتونو په کمېسيون کې ثبتولى شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون، له نهو ورځو څېړنو وروسته يواځې د ٣٦ محلونو رايې باطلې اعلان کړې او پرېکړه يې وکړه، چې د ٢٩١ پاتې محلونو رايې به د شمېرنې په پروسه کې شاملې کړي، چې په ټوليز ډول ١١٥ زره رايې کېږي.
د ټاکنو کمېسيون د معلوماتو له مخې، د دغو رايو ډېرى يې په ډاکټر عبدالله او د ٢٦ محلونو يې د ډاکټر اشرف غني احمدزي پورې اړوند دي.
محسني د ټاکنو کمېسيون د معلوماتو له مخې وويل، چې په ٩١ مرکزنو کې رايه نه ده اچول شوې او ٢٦ محلونه يې په نورو مواردو پورې اړوند دي.
د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون وياند وويل، چې تر دې مهاله د رايې ورکولو د ٤٤٤ محلونو په اړوند دوه شکايتونه ثبت شوي، چې يو يې د عبدالله ټاکنيز ټيم له لوري او بل يې د اشرف غني د ټيم له لوري ثبت شوي دي.
Add new comment