کابل-بدخشان (پژواک ١٦ ورى ٩٣): د کابل او بدخشان ولايتونو چارواکي وايي، چې د يادو ولايتونو د رايې ورکونې په مرکزونو کې ټاکنيزې پاڼې ختمې شوې، که چېرې د ټاکنو کمېسيون د دې ستونزې د هوارۍ لپاره اقدام ونه کړي نو زرګونه کسان به د رايې له ورکړې محروم پاتې شي.
د کابل د پغمان ولسوالۍ د دوازده امام اړوند د رايې ورکونې په مرکز کې د رايې ورکونې پاڼې خلاصې شوې، خو د دغه مرکز چارواکي وايي، چې له کمېسيون څخه يې د پاڼو غوښتنه کړې، خو تر دې مهاله ورته نه دې رسېدلې.
دغه مرکز ته يوازې د ٦ سوه کسانو لپاره د رايې ورکونې پاڼې لېږل شوې، چې د رايه ورکوونکو د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله شاوخوا دوولس نيمې بجې خلاصې شوې دي.
د دغه مرکز مسوول سيد مرتضى پژواک ته وويل، له کمېسيون څخه يې غوښتي، تر څو يادې ستونزې ته لاسرسى وکړي.
په سيمه کې د پژواک خبريال زياته کړه، چې په دغه مرکز کې ډېر شمېر کسان د رايې ورکونې د پاڼو انتظار باسي.
همدارنګه د دشت برچي يوه اوسېدونکي محمد حسين پژواک ته وويل، چې د ديارلسمې ناحيې په اړوند پلخشک او ګذر مهدويه په مرکزونو کې هم د پاڼو د خلاصېدو له امله سلګونه کسان په ليکو کې منتظر ولاړ دي.
هغه زياته کړه، چې دغه مرکز ته څو ساعته وړاندې راغلى او د ټاکنو له کمېسيونه يې وغوښتل، تر څو دغو مرکزونو ته ژر تر ژره د رايې ورکونې پاڼې راوړي.
له دايکنډي هم د پژواک خبريال خبر ورکوي، چې د دغه ولايت د سنګموم لېسې د رايې ورکونې په مرکز کې د رايې ورکونې پاڼې خلاصې شوې دي.
ياده ستونزه د بدخشان په ګډون د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم تر سترګو کېږي او د کمېسيون له لوري يې تر دې دمه د حل په اړه کوم اقدام نه دى شوى.
بلخوا د بدخشان والي شاه ولي الله هم وايي، چې دغه ولايت ته د رايې ورکونې په پاڼو کې سل زره پاڼې کمې رالېږل شوې دي.
د بدخشان والي زياته کړه، په داسې حال کې چې په دغه ولايت کې پر شرايطو برابر له ٧ سوه زرو څخه زيات کسان شته، خو دغه نفوس ته کتو سره ولايت ته د رايې ورکونې سل زره کمې پاڼې رالېږل شوې دي.
اديب زياته کړه، که چېرې دغه ستونزه د نورو پاڼو په رالېږلو سره هواره نه شي، په دغه ولايت کې به په ټاکنو کې له ګډون څخه سل زره کسان محروم پاتې شي.
هغه دغه ستونزه سياسي انګېزه وبلله.
خو د بدخشان د ټاکنو کمېسيون د ولايتي دفتر مشر عبدالملک حنفي وايي، چې دغه پاڼې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د تګلارې له مخې رالېږل شوې او د دوى له واک پورته کار دى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.