57pc Balkh residents interested in polls: survey

 
مزارشريف (پژواک ١٨ کب ٩٢): د بشري حقونو خپلواک کمېسيون له خوا په بلخ ولايت کې د ترسره شوې سروې له مخې ۷۵ سلنه خلک په ټاکنو کې برخې اخيستو ته لېوال دي؛ خو ۴۴ سلنه بيا راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې فرمايشي بولي.
په مزارشريف ښار کې د شمال زون د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، چې په تېره يوه مياشت کې د راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د ټاکنو په اړه يې په مزارشريف ښار او شاوخوا سيمو کې سروې کړې ده.
دوى وايي، چې په دې سروې کې ۳۰۱ تنه پوښتل شوي، چې ۴۸ سلنه يې مېرمنې دي.
د شمال زون د بشري حقونو رييس سيدمحمد سامع د کب په ۱۸مه د بلخ ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له مسوول عزت الله ارمان سره د يادې سروې په اړه په ګډه خبري ناسته کې وويل، چې په دې سروې کې د مدني ټولنې له غړو، دولتي چارواکو، د پوهنتون له استادانو، محصلينو او عامو خلکو پوښتنې شوې دي.
نوموړي زياته کړه، سروې په ډاګه کوي، چې د مزارشريف ښار ۷۵ سلنه اوسېدونکي راتلونکو ټاکنو ته لېوال دي او برخه په کې اخلي.
پژواک اژانس ته د يادې سروې رسېدلې يوه کاپي ښيي چې ۶۲ سلنه خلک په ټاکنو کې د درغليو له شونتيا اندېښنه لري.
همدا راز ۵۳ سلنه کسان راتلونکې ټاکنې واقعي بولي؛ خو ۴۴ سلنه کسان په راتلونکو ټاکنو باور نه لري او فرمايشي ورته برېښي.
په شوې سروې کې خلکو له راتلونکي ولسمشره د امنيت او د هېواد د اقتصادي ودې غوښتنه کړې ده.
همداراز په دې سروې کې د ولايتي شوراګانو د ټاکنو په اړه هم پوښتنې شوې، چې ۵۸ سلنه کسانو د ولايتي شوراګانو ټاکنې ارزښتناکې بللې؛ خو ۴۲ کسانو بيا بې ارزښته او بې ګټې بللې دي.
د شمال زون د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشر سامع وويل، چې دوى دغه سروې د اتو محصلينو په مرسته ترسره کړې، چې کمېسيون په پوره ناپېيليتوب تر رسنيو ورسوله.
نوموړي زياته کړه، په ټوله کې د سروې پايلې په ډاګه کوي، چې په مزارشريف ښار او شاوخوا سيمو کې خلک د راتلونکو ټاکنو لپاره لېوال دي.
د بلخ ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر عزت الله ارمان د بشري حقونو د کمېسيون له خوا د ټاکنو په اړه شوې سروې ښه وبلله.
نوموړي پژواک ته وويل، چې که څه هم د شوې سروې له مخې لا هم خلک د ټاکنو د روڼتيا په اړه شکونه لري؛ خو دوی ډاډه دي، چې راتلونکې ټاکنې به د تېرو هغو په پرتله خورا رڼې او عادلانه ترسره شي.
د هغه په وينا، دوی يواځې د امنيت له پلوه اندېښنه لري، چې د نشتوالي په صورت کې به يې د ټاکنو روڼوالى تر پوښتنې لاندې راشي.
ارمان وويل، چې په بلخ کې د ټاکنو په اړه درې سترې ستونزې لا هم شته دي.
نوموړي زياته کړه: ((ناامني، د ټاکنو د ارزښت په اړه د خلکو ناخبري او موسمي مشکلات زموږ د کار په برخه کې لا هم سترې ستونزې دي.))
د هغه په وينا، که د بلخ ولايت امنيتي چارواکو په وينا امنيت همداسې وساتل شي؛ نو لرې نه ده، چې په دغه ولايت کې مثالي ټاکنې ترسره شي.
ارمان وويل، چې په بلخ ولايت کې د ټاکنو د رايې ورکولو ۳۱۹ مرکزونه او ۱۰۰۲ محلونه دي، چې تر دې دمه يې يواځې ۵ مرکزونه له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي.
نوموړي زياته کړه، چې د ولايتي شوراګانو د ټاکنيزو کمپاينونو له پيل سره په دغه ولايت کې د ټاکنو د وېش پروسه هم خورا ګړندۍ شوې ده.
د هغه په وينا، له تېرې يوې اونۍ هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ کسان د ټاکنو کارتونه اخلي، چې تر دې دمه ۲۳۳زره کسانو کارتونه اخيستې دي.
ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ کال د وري په ١٦مه ترسره شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.