Another Abdullah campaigner gunned down

 
مزارشريف (پژواک ١٩ سلواغه ٩٢): په سرپل ولايت کې يو قومي مشر چې د ډاکټر عبدالله لپاره يې کمپاين هم کاوه، د ناپېژانده وسله والو له خوا وژل شوى دى.
د سرپل د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سخي داد حيدري د سلواغې په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار وختي په کوهستانات ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د حاجي ياسين په نوم د سيمې يوه قومي مشر چې غوښتل يې د سرپل ښار ته راشي، په لاره د قرغي تو په سيمه کې د لسو وسله والو له خوا له موټره ښکته کړل شوى او بيا وژل شوى دى.
دى وايي چې پوليسو په سيمه کې پلټنې پيل کړې دي.
حيدري وايي، چې تر اوسه په سرپل  ولايت کې د ډاکټر عبدالله له خوا رسمي کمپاين نه دى پيل شوى، ځکه دوى په رسمي توګه د هغوى کمپاين کوونکي نه پېژني.
خو دسرپل ولايت يو قومي مشر انجنير محمدظريف وايي، چې حاجي ياسين په دې وروستيو کې په کوهستانات ولسوالۍ کې د ډاکټر عبدالله لپاره غير رسمي کمپاين پيل کړى و.
خو په کابل کې د ډاکټر عبدالله عبدالله د کمپاين دفتر ، حاجي  محمد ياسين خپل رسمي غړى بولي او د وسلوالو مخالفينو لخوا وژل کېدل يې تاييدوي.
فضل الرحمن اوريا وايي چې حاجي محمد ياسين  د ډاکټر عبدالله د کمپاين دريم غړى دى، چې وژل کېږي، دى وايي سره له دې چې له امنيتي ارګانونو يې په وار وار د امنيت د تامين غوښتنه کړې ده، خو ددوى امنيت نه ساتل کېږي.
اوريا زياته کړه: "بې تفاوتي د امنيتي ځواکونو خپله سوال بر انګېزه ده، دولت په وار وار ژمنه کړې ده، چې امنيت ساتلى شي، مګر په عمل کې يې امنيت نه دى ساتلى ...، دوى بايد په ډاګه اعتراف وکړي چې دوى دا توانمندي نه لري چې تروريستان ونيسي، زندان ته يې واچوي."
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د ولسمشرۍ د کانديدانو پر کمپاين کوونکو د بريدونو لړۍ پيل شوې ده.
تېره اونۍ په هرات ولايت کې د ډاکټر عبدالله عبدالله د کمپاين دوه غړي ووژل شول، دغه راز  ويل کيږي  چې تېره ورځ په همدغه ولايت کې  د ولسمشر د بل کانديد ډاکټر اشرف غني کمپاينر هم د وسله والو له خوا ټپي شوى دى.
ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ګډې ټاکنې ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه ترسره شي او د سلواغې په ١٣مه د دې ټاکنو د ولسمشرۍ برخې کمپاين پيل شوى دى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.