3 major groups pledge support to Ghani

 
کابل (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٢): د حضرت مجددي، پير ګيلاني او ډاکټر احدي په مشرۍ درېيو سياسي ګوندونو د ولسمشرۍ د کانديد  ډاکټر اشرف غني احمدزي د ملاتړ پرېکړه کړې ده.
د ډاکټر انوارالحق احدي په مشرۍ د افغان ملت ګوند يوې سرچينې د سلواغې په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوى عالي شورا، نن تر غرمې وروسته په خپله غونډه کې د ډاکټر اشرف غني د ملاتړ پرېکړه وکړه.
سرچينې زياته کړه، په دې غونډه کې ډاکټر انوارالحق احدي، د ګوند مشر ستانه ګل شېرزاد، د اجرايه او عالي شورا غړو او د ولايتونو منشيانو برخه اخيستې وه.
ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټولټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه، ترسره شي.
د ولسمشرۍ د کانديدانو رسمي کمپاين سبا د سلواغې په ١٣مه، په ټول هېواد کې پيلېږي.
د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي د کمپاين د دفتر يوه غړي سليمان خپلواک پژواک خبري اژانس ته ومنله، چې ډاکټر انوارالحق احدي او د محاذ ملي اسلامي ګوند له دوى څخه د ملاتړ پرېکړې کړې ده.
هغه زياته کړه، سبا د کمپاين په لومړۍ ورځ به د دوى په لويه غونډه کې ياد ګوندونه خپل ملاتړ اعلان کړي.
خپلواک وايي، ډېر ژر به يو شمېر نور ګوندونه هم له دوى څخه د ملاتړ اعلان وکړي.
د محاذ ملي اسلامي ګوند يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل، چې ډاکټر اشرف غني احمدزي نن د ګوند له مشر پير سيد احمد ګيلاني سره وليدل او هغه ورته د ملاتړ ډاډ ورکړ.
يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل، چې د حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ د ملي نجات جبهې ګوند هم له ډاکټر اشرف غني څخه د ملاتړ پرېکړه کړې او سبا به يې رسماً اعلان کړي.
د يادونې وړ ده، چې څو ورځې مخکې د کورنيو چارو د پخواني وزير حنيف اتمر په مشرۍ د حق او عدالت ګوند هم له ډاکټر اشرف غني څخه د ملاتړ اعلان کړى و.
دغه راز د افغان ټولنپال ولسواک ګوند د ولسمشرۍ له بل کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله څخه د ملاتړ اعلان کړى دى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.