HIA to name preferred presidential candidate soon

 
کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۹۲): د انجنير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي به په نږدې راتلونکي کې د ولسمشرۍ له يوه کانديده خپل ملاتړ اعلان کړي.
دغه څرګندونې د حزب اسلامي پخواني وياند او په اروپا کې د دغه ګوند د سولې او سياسي چارو د جرګې مشر قريب الرحمن سعيد د مرغومي په ۲۴مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې مرکې پر مهال وکړې.
دا په داسې حال کې ده، چې د دغه ګوند د سياسي چارو مسوول ډاکټر غيرت بهير پرون پژواک اژانس ته ويلي و، انجنير حکمتيار د يوه مکتوب له لارې چې خپلو ولايتي مسوولينو ته يې لېږلى، غوښتي چې په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي.
ټاکل شوې راتلونکې ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه ترسره شي.
قريب الرحمن سعيد وايي، چې ګوند به يې په نږدې راتلونکي کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له داسې يوه کانديد خپل ملاتړ اعلان کړي ، چې د حزب له تګلارې سره موافق وي.
هغه زياته کړه: ((د ټاکنو په اړه د حزب اسلامي پرېکړه د زيات اهميت وړ ده او تر مخه به يې په افغانستان کې مېشت د حزب اسلامي افراد په ډاډه زړه خپله رايه وکاروي او په دې پروسه کې به فعاله ونډه واخلي.))
د نوموړي په وينا، د حزب د اوسنۍ پرېکړې په رڼا کې به هغه  کانديدان چې له حزب اسلامي سره تړاو لري وکولاى شي، چې په ازادانه توګه خپلې ټاکنيزې سيالۍ ترسره کړي.
د سعيد په وينا،په ټاکنو کې د برخې اخيستو پرېکړه ځکه شوې، څو د راتلونکو ولايتي شوراګانو او بيا له دې لارې مشرانو جرګې ته د رسېدو په پروسه کې حزب اسلامي مهم رول ولري.
ده زياته کړه: ((د حزب تازه پرېکړه به لږ تر لږه د هغو کسانو چانس را ټيټ کړي، چې د حزب تر نوم لاندې د خپلو شخصي ګټو په خاطر د خلکو په دروازو کې ولاړ دي او په داسې حال کې ترې د مرستو غوښتنه کوي، چې د حزب ملاتړ له ځانه سره نه لري.))
په اروپا کې د حزب د سولې د جرګه ګۍ مشر وويل، که څه هم دا ځل حزب په ټاکنو کې نېغ په نېغه برخه نه اخلي ، خو شونې ده، چې په راتلونکي کې به د دې جوګه وي ، چې نېغ په نېغه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو او پارلمان لپاره خپل مستقل او ازاد کانديدان ولري.))
خو قريب الرحمن سعيد وويل، چې له هېواده د بهرنيو ځواکونو په وتلو، د هېواد د خپلواکۍ او ازادۍ د خوندي ساتلو په اړه د حزب اسلامي په تګلاره کې هېڅ ډول بدلون نه دى راغلى.
بلخوا سلاکار وزير او د پکتيا والي ستر جنرال جمعه خان همدرد هم د حکمتيار د پرونۍ پرېکړې ، چې خپلو پلويانو ته يې په ټاکنو کې د برخې اخيستو وينا کړې، هرکلى او ملاتړ کړى دى.
همدرد په خپل فيسبوک پاڼه کې ليکلي: ((د حزب اسلامې ټولو ژمن غړو لپاره دا يو ښه فرصت دی، تر څو را روانو ټاکنو کې مثبت رول و لوبوي او خپل د خوښې  کانديدته رايه ورکري.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند نورمحمد نور د حزب اسلامي د تازه پرېکړې په اړه وايي، کمېسيون ژمن دى ، چې ټولو افغانانو ته په ټاکنو کې د ونډې اخيستو زمينه برابره کړي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دوى قوم، رنګ، ژبې او سمت ته په نه کتلو سره ټولو افغانانو ته چانس ورکوي ، چې په ټاکنو کې ونډه واخلي.
نور زياته کړې: ((هر افغان چې وسله په لاس کې لري، خو په ټاکنو کې د وسلې پر ځاى خپله رايه کاروي، موږ ورته په ټاکنو کې د ګډون زمينه برابروو.))
د يادونې ده، چې حزب اسلامي په څو ډلو وېشل شوى دى، يوه ډله يې د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ حکومت پلوي ده، د دې ډلې د اجرائيه شورا غړی انجنير محمدخان د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله لومړی مرستيال دی.
د حزب اسلامي بل مهم غړی قطب الدين هلال ولسمشريزو ټاکنو ته خپلواک  کانديد دی، خو د انجنير حکمتيار ډله وايي، چې تر اوسه يې د کوم کانديد د ملاتړ پرېکړه نه ده کړې.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.