نظر پوښتنه: د ولسمشرۍ څلور کانديدان تر نورو مخکې دي

 
کابل (پژواک ٢ مرغومى ٩٢): د ټاکنو په اړه يوه تازه نظرپوښتنه څرګندوي، چې  عبدالله، اشرف غني احمدزى، عبدالقيوم کرزى او عبدالرب رسول سياف د ولسمشرۍ کانديدانو له ډلې د خپلو ملاتړ کوونکو له ډېر ملاتړ څخه برخمن دي.
دغه نظرپوښتنه د انټرنشنل ډيموکراسۍ دفتر په مرسته د سافټ پاور سولوشن  (SPS) له لوري، د هېواد د ٣٤ ولايتونو په ١١٥ ولسواليو کې، چې له ٢٥٠٠ تنو سره پکې خبرې شوي، تر سره شوې، چې ٥١ سلنه يې ښځې تشکيلوي.
د يادې نظرپوښتنې معلومات څرګندوي، چې د جمهوري رياست له کانديدانو څخه د ملاتړ د پوښتنې په ځواب کې ٥٢ سلنه پوښتل شويو کسانو له ډاکټر عبدالله، ٤٨ سلنه له اشرف غني احمدزي، ٤٠ سلنه له عبدالقيوم کرزي، ٢٧ سلنه له عبدالرب رسول سياف، ٢٥ سلنه ګل اغاشيرزى، ٢٥ سلنه زلمى رسول، ١٧ سلنه رحيم وردګ، ١٦ سلنه داوود سلطانزوى، ١٥ سلنه قطب الدين هلال، ١٥ سلنه نادر نعيم او ١١ سلنه له امين ارسلا څخه خپل ملاتړ ښودلى دى.
په دغه نظر پوښتنه کې، د کانديدانو د پېژندګلوۍ په اړه د پوښتنې په ځواب کې د کانديدانو ملاتړ کوونکو، ٩٢ سلنه عبدالله، ٨٦ سلنه احمدزى، ٨١ سلنه عبدالقيوم کرزى، ٧٨ سلنه سياف، ٦٥ سلنه شيرزى، ٦٢ سلنه وردګ، ٥٣ سلنه زلمى رسول، ٣٩ سلنه سلطان زوى، ٣٦ سلنه نعيم، ٣٥ سلنه هلال او ٣٥ سلنه امين ارسلا ټاکلي دي.
د پوښتل شويو کسانو په نظر پوښتنه کې، چې کوم کانديد به د خلکو د کار د اقتصادي ګټو لپاره کار وکړي؟ په دې اړوند، عبدالله ٣٢،٩ سلنه، احمدزي ٢٨ سلنه، کرزي څه باندې ١٣ سلنه، سياف ١٠،٣ سلنه، شيرزي ٥،٧ سلنه، زلمي رسول ٥،٤ سلنه، وردګ ١،٣ سلنه، هلال ١ سلنه، نعيم ٠،٨ سلنه، سلطان زوى ٠،٧ سلنه او ارسلا ٠،٤ سلنه مثبتې رايې تر لاسه کړې دي.
په دغه نظر پوښتنه کې، چې په راتلونکو ټاکنو کې به څوک ولسمشر شي؟ نو ٢٩ سلنو د عبدالله، ٢٧ سلنه اشرف غني، ١٦ سلنه قيوم کرزى، ١١ سلنه سياف، ٥،٩ سلنه زلمى رسول، ٥،١ سلنه شيرزى، ١،٦ سلنه وردګ، ١،١ سلنه نادر نعيم، ٠،٧ سلنه هلال، ٠،٦ سلنه سلطانزوى او ٠،٣ سلنه د امين ارسلا د ولسمشر کېدو نظر ورکړى دى.
په دغه نظر پوښتنه کې له نوي ولسمشر څخه، د پوښتل شويو کسانو غوښتنې، د خلکو د اقتصاد پياوړي کول، د کارځايونو او کاريزو فرصتونو رامنځته کول دي او دغه راز امنيت ټينګ کړي او د هېواد بنسټونه ورغوي.
د اداري فساد له منځه وړل، د اقتصادي وضعيت ښه والى، له طالبانو سره سوله او د سړکونو رغول هغه څه دي، چې پوښتل شويو کسانو په دغه نظرپوښتنه کې له نوي ولسمشر څخه غوښتي دي.
په دغه نظرپوښتنه کې د نوي ولسمشر د ځانګړنو په اړه هم پوښتنه مطرح شوې، چې په دې اړه ٥٨ سلنه کسانو ويلي، چې راتلونکى ولسمشر بايد مسلمان وي، ٣٢ سلنه ويلي، چې صادق وي، ٢٨ سلنه خلکو ته خدمت وکړي، ٢٨ سلنه دوه ګونى تابعيت ونه لري او ٢٠ سلنه نورو ويلي، چې وطندوست وي. ځينو نورو پوښتل شويو کسانو ولسمشر لپاره نورې ځانګړنې هم په ګوته کړې دي.
ډېرو پوښتل شويو کسانو د خلکو د ملاتړ د تر لاسه کولو په موخه د لومړي او دويم مرستيالانو شتون اغېزناکه بللى او ويلي يې دي، چې که مرستيال خپل کانديدان پرېږدي نو بيا به هم دغو کانديدانو ته رايه ورکړي.
د سافټ پاور سلوشن د نظرپوښتنې له مخې، ٨٥ سلنه پوښتل شويو کسانو ويلي، چې د راتلونکي کال د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې ګډون کوي، خو ٨ سلنه ويلي، چې دوى به پکې ګډون ونه کړي.
په دغه نظر پوښتنه کې پوښتل شويو کسانو ويلي، د ټاکنو په ورځ د امنيت ټينګول، د درغليو نه شتون، د ټاکنو عادلانه تر سره کول او په ټاکنو کې د خلکو ډېر ګډون، رڼې او مشروع ټاکنې تر سره کولى شي.
د دغې نظر پوښتې معلومات څرګندوي، چې په هېواد کې ٤٨ سلنه پوښتل شويو کسانو د هېواد په کچه امنيتي ګواښونه، ترهګري او تاوتريخوالى د افغانستان تر ټولو لويې ستونزې بللي او نورو ١٩ سلنو کمزورى اقتصاد، بېکاري او ځينې نورې ستونزې ټاکلي دي.
په دغه نظرپوښتنه کې پوښتل شويو کسانو د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې، چې افغانستان په کوم لوري روان دى؟ ٣٣ سلنه ويلي، افغانستان په سم لوري روان دى، ٣٤ سلنه ويلي، چې ځينې کارونه سم او ځينې پر خراب لوري روان دي، خو ٢١ سلنه ويلي، چې په ټوله توګه د خرابۍ لور ته روان دي.
په ياده نظرپوښتنه کې، پوښتل شويو کسانو د بيارغونې، د نجونو پر مخ د ښوونځيو پرانيستل، ښه امنيت، نړيوالې مرستې، ډيموکراسي، ټاکنې او داسې نور لاملونه بللي، خو نا امني، ضعيفه حکومتداري، اداري فساد، د بې ګناه کسانو مړينه او خراب اقتصاد له هغو لاملونو بللي، چې افغانستان ناوړه لوري ته کش کوي.
د ويلو ده په يوه بله نظرپوښتنه کې، چې په دې وروستيو کې د طلوع نيوز او ( ای تی آر) څېړنيز بنسټ له لوري د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې تر سره شوې او د راتلونکو ټاکنو د کانديدانو په اړه پکې پوښتنه شوې ، نو څرګندوي، چې  عبدالله  د ٢٧ سلنې په تر لاسه کولو سره لومړى مقام، اشرف غني احمدزى د ١٩ سلنې رايو په تر لاسه کولو سره په دويم مقام او قيوم کرزى د ٤ سلنه رايو په تر لاسه کولو سره په درېيم مقام کې ځاى لري.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.