داکترعبدالله: بعضى دست ها آتش نفاق لسانى و قومى را دامن ميزنند

 
کابل (پژواک ٢٣ ليندۍ ٩٢): ولسمشريزۍ ته کانديد ډاکترعبدالله وايي، ځيني لاسونه شته، چې د سياسي واک او امنيتي مسووليتونو د لېږد په درشل کې د قومي او ژبني نفاق اور ته لمن وهي.
د ملي اېتلاف رييس او د ولسمشرۍ دغه کانديد نن په کابل کې يوې خبرې غونډې ته وويل، چې د سياسي واک او امنيتي مسووليتونو د لېږد په درشل کې خلک تر ټولو زيات د ملي احساس او ملي يووالي روحيې پياوړتيا  ته زياته اړتيا لري.
خو ډاکټر عبدالله وويل، له بده مرغه چې په دې برخه کې ځيني لاسونه په مغرضانه ډول ښکېل دي او د قومي او ژبني نفاق اور ته لمن وهي.
نوموړي د دې کړيو نوم وانه خيست او ټينګار يې وکړ، چې داسې مسايلو ته لمن وهل د افغانستان سلامتيا له خطر سره مخ کوي.
عبدالله وويل: ((په دې برخه کې له خلکو زموږ غږ او غوښتنه دا ده، چې په پوره هوښيارۍ دې ګام واخلي، د هغو لاسونو  ښکار او موخه دې نه ګرځي، چې غواړي د افغانستان سلامتي له منځه يوسي.))
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې په مشرانو جرګه کې د برېښنايي تذکرو په سر شخړه وشوه او ځينو غړو پر يوه او بل بريدونه وکړل.
وروسته بيا د ملي شورا د ودانۍ پر وړاندې لاريون وشو او معترضينو ويل چې له تذکرې څخه د دين او ملت نوم لرې شي، خو مشرانو جرګې له دغو اعتراضونو وروسته وويل، چې د دغه خبر خپرېدل يو ناسم پوهاوى دى او جرګې له تذکرو څخه د دين او ملت د لرې کولو پرېکړه نه ده کړې.
وروسته بيا ځينو رسنيو د قومي او ژبنيو تعصباتو په اړه مطالب خپاره کړل او ولسمشر کرزي هم پرې سخته نيوکه وکړه  او ويې ويل چې دا ډول تعصبات له بهر نه د ملي يووالي د له منځه وړو لپاره ترسره کېږي او قانون بايد پر خپل ټول ځواک او تاوتريخوالى ورباندې پلى شي.
ډاکترعبدالله د خپلې خبري غونډې په يوه بله برخه کې په دې وروستيو کې په هرات کې د خاوند له خوا د خپلې مېرمنې د شونډو او پزې د پرې کولو په اړه په خپل غبرګون کې وويل، چې په دې وروستيو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه اوج ته رسېدلې ده.
د ولسمشرۍ دې نوماند وويل: ((د همدې تاوتريخوا په دوام تېره ورځ په هرات کې هم يوه کس د خپلې مېرمنې د پزې او شونډو پرې کولو نا انساني عمل ترسره کړ، چې خورا بوږنوونکې پېښه ده.))
دوه شپې وړاندې د هرات ولايت په انجيل ولسوالۍ کې يوه کس د خپلې ٢٢ کلنې مېرمنې پزه او شونډې ځکه پرې کړې، چې ده يې د نشه يي توکو لپاره پيسې نه ورکولې.))
ډاکتر عبدالله وويل، د دې پېښې نفس څرګندوي، چې د تېرو پېښو عاملين مجازات نه شول،  پر وړاندې يې څه اقدام ونه کړ، چې د همدې لامل نن ورځ د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى پر يوه معمولي روش بدل شوى دى.
نوموړي له حکومت نه په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه او ټينګار يې وکړ: ((له خلکو په ځانګړي ډول له علماوو کرامو څخه مې غوښتنه دا ده، چې د ورته غير انساني او اسلامي اعمال پر مهال خپل دريځ خلکو ته روښانه کړي.))
ډاکتر عبدالله څرګنده کړه،  چې د عالمانو دريځ او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالو د تعقيبول د تاوتريخوالي په لرې کولو کې مثبت اغېز درلودلى شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.