More than 50,000 get voter cards in Paktika

 
ښرنه (پژواک ٤ ليندۍ ٩٢): په پکتيکا کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون سيمه ييز چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې تر اوسه ۵۲۵۲۲ کسانو نوم ليکنه کړې او د ولايت په مرکز کې اوس هم د نوم ليکنې لړۍ دوام لري.
د دغه ولايت د ټاکنو د ځايي دفتر مشر زراب شاه د ليندۍ په ۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د يادو کسانو له ډلې يوازې ۲۴۵۹۴ مېرمنې دي چې د پکتيکا په مرکز او ولسواليو کې يې د رايې ورکولو کارتونه ترلاسه کړي دي.
نوموړی وايي، د لړم په ۲۰مه په ولسواليو کې د نوم ليکنې بهير پای ته ورسېد، خو په مرکز کې لا هم د نوم ليکنې لړۍ دوام لري.
د زراب شاه په خبره، يوازي په مرکز ښرنه کې د۲۰۰۰ په شاوخوا کې کسانو د رايې ورکولو کارتونه اخيستي، چې له دې ډلې يې ۹۰۰ مېرمنې دي.
د ده په وينا، د ليندۍ په ٤مه به له ولسواليو د نوم ليکنې ټول توکي را يو ځای او مرکز ته را ورسول شي.
د ټاکنو کمېسيون مشر وويل: ((اوسمهال د پکتيکا په مرکز او ولسواليو کې د ټاکنو پر وړاندې کومه امنيتي ستونزه نشته، امنيتي ځواکونه او ادارې په دې برخه کې زموږ سره همغږې دي.))
د پکتيکا ولايتي شورا ته کانديد نعمت الله خالد هم وايي، چې په پکتيکا کې د رايې ورکولو ډېر کارتونه ووېشل شول.
 نوموړی غوښتنه کوي: ((دولت بايد د رايې ورکوونکو لپاره د امنيت په برخه کې ډاډمنه فضا رامنځ ته کړي، تر څو ياد کسان په ټاکنو کې له وېرې پرته برخه واخلي.))
د پکتيکا په ګيان، زېړوک او مټاخان ولسواليو کې د نا امنيو له امله خلکو کارت اخيستلو ته زړه ښه نه کړ او بل دا چې د کارت وېشلو مرکزونه په ولسواليو کې پرانيستل شوي وو.
د خيرکوټ ولسوالۍ اوسېدونکى فيض محمد وايي، د دوى په سيمه کې خلکو ډېر کارتونه واخيستل.
هغه زياتوي، د دې سيمې ډېرى خلکو چې کارتونه يې نه لرل د مېرمنو په ګډون د کارت اخيستلو مرکزونو ته ورغلل.
د مرکز ښرنې اوسېدونکى غلام فاروق هم وايي، دوى ته هېڅ امنيتي ستونزه نه وه او د کورنۍ له دريو غړو سره چې کارتونه يې نه لرل په يوه ورځ د کارت اخيستلو مرکز ته ورغلل او کارتونه يې واخيستل.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.