223 PC candidates registered in east

 
جلال اباد ، اسعد اباد ( پژواک ١٥ تله ٩٢ ) : د ختيځو څلورو ولايتونو د ولايتي شوراګانو ٤٤ څوکيو لپاره د ٢٣ ښحو په ګډون ٢٢٣ تنو نوم ليکنه کړې ده.
د ١٣٩٣ لمريز کال د وري د ١٦مې ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ټولټاکنو د کانديدانو رسمي نوم ليکنه د وږي په ٢٥مه پيل او پرون د تلې په ١٤مه، پاى ته ورسېده.
په ياده موده کې د ختيځو څلورو ولايتونو ولايتي شوراګانو لپاره هم يو شمېر ښځو او نارينه وو ځانونه کانديد کړي دي.
د ننګرهار ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر ډاکټر اختر اجمل د تلې په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د ولايتي شورا د ١٧ څوکيو لپاره ١٢٨ تنو نوم ليکنه کړې ده، چې ١١ يې ښځې دي.
هغه زياته کړه،چې په دې کانديدانو د ولايتي شورا يو شمېر پخواني او اوسني غړي هم
شته  .
د نوموړي په وينا، په ښځينه کانديدانو کې ځينې پخواني او ځينو يې  اوس د لومړي ځل لپاره ځانونه کانديد کړي دي.
ډاکټر اجمل وايي ، چې د ټاکنو پروسه په ښه توګه روانه ده ، تر اوسه دوى او کانديدان له کومې ستونزې سره نه دي مخامخ شوي.
د لغمان د ټاکنو د کمېسيون سرپرست ډاکټر عبدالله فضلي پژواک ته وويل، چې د لغمان د ولايتي شورا د ٩ څوکيو لپاره ٥٩ تنو نومليکنه کړې ، چې له جملې يې ٥ ښځې دي.
د هغه په وينا، د ولايتي شورا اوسني او د تېرې دورې ټولو وکيلانو بيا ځلې نوم ليکنه کړې ده.
د نورستان د ټاکنو د کمېسيون چارواکو سره اړيکه نه  نيول کېږي، خو ددې ولايت د والي و ياند ظاهر بهاند پژواک ته وويل، چې په نورستان کې د ولايتي شورا د ٩ څوکيو لپاره ، چې درې يې ښځو ته ځانګړې شوي، ديوې ښځې په ګډون ١٦ کسانو نوم ليکنه کړې ده.
بلخوا د کونړ ولايت چارواکي وايي، چې د ولايتي شورا د ٩ څوکيو لپاره ٣٩ کسانو نوم ليکنه کړې، چې شپږ تنه يې ښځې دي.
په کونړ کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د عامه پوهاوي مسوول سعادت الله مرزا پژواک ته وويل ، چې په دې ولايت کې د رايې اچونې د کارتونو ترلاسه کولو لړۍ هم په ښه توګه روانه ده او تر دې دمه ٦٥ زرو کسانو کارتونه اخيستي ، چې ٢٥ زره يې ښځې دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.