9 women in run for provincial councils in north

 
مزارشريف (پژواک ٨ تله ٩٢): د شمال زون په پنځو ولايتونو کې د ولايتي شورا راتلونکو ټاکنو لپاره ۶۶ کسانو ځانونه کانديد کړي، چې يواځې ۹ په کې ښځې دي.
د شمال زون د پنځو ولايتونو (بلخ، سمنګان، سرپل، جوزجان او فارياب) ولايتونو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوولينو د تلې په ۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې که څه هم ډېرو کسانو ولايتي شوراګانو ته د کانديدېدو فورمې او معلوماتي کڅوړې ترلاسه کړې خو لا هم د رسماً کانديد شوو شمېر کم دی.
تر دې دمه د شمال زون اړوند په بلخ ولايت کې د ولايتي شورا د کانديدانو شمېر ډېر دی.
د دغه ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر محمداجمل احدي پژواک اژانس ته وويل، چې په بلخ ولايت کې ۱۴۰ کسانو ولايتي شوراګانو ته د کاندېدو لپاره فورمې ترلاسه کړې دي.
نوموړي زياته کړه، چې تر دې دمه په دغو کسانو کې يوازې ۲۷ تنه رسماً د ولايتي شورا لپاره ځانونه کانديد کړي دي.
د هغه په وينا، په کانديد شوو کې يواځې ۳ ښځې او پاتې نور سړي دي.
جوزجان په شمال زون کې دويم ولايت دی، چې ډېرو کسانو په کې ولايتي شورا ته ځانونه کانديد کړي دي.
د دغه ولايت د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر امان الله حبيبي پژواک ته وويل، چې تر دې دمه ۶۴ کسانو د جوزجان ولايتي شورا ته د کاندېدو لپاره فورمې ترلاسه کړې دي.
نوموړي زياته کړه، چې په دغو کسانو کې ۱۶ يې د ولايتي شورا لپاره رسماً ځانونه کانديد کړي، چې يوازې ۲ په کې ښځې دي.
په فارياب ولايت کې تر دې دمه ۱۰ کسانو د ولايتي شورا لپاره ځانونه کانديد کړي دي.
د دغه ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر محمدامان امان پژواک ته وويل، چې په دغه ولايت کې د ولايتي شورا لپاره د کانديدو لړۍ خورا ټکنۍ پر مخ ځي.
نوموړي زياته کړه، چې تر دې دمه ۱۰ کسانو د فارياب ولايتي شورا ته ځانونه کانديد کړي، چې ۲ په کې مېرمنې دي.
د شمال زون په سمنګان او سرپل ولايتونو کې يوې يوې مېرمن د ولايتي شورا لپاره ځانونه کانديد کړي دي.
د سمنګان ولايت د ټاکنو مسوولين وايی، چې له کمېسيون څخه د ولايتي شورا د کانديدېدو د فورمو د تر لاسه کېدو په پرتله خورا کمو کسانو ځانونه کانديد کړي دي.
د دغه ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر محمدکريم وويل، چې تر دې دمه د سمنګان ولايت د ټاکنو له کمېسيون څخه ۶۷ کسانو ولايتي شورا ته د کاندېدو فورمې ترلاسه کړې دي.
نوموړي زياته کړه، چې په دغو کسانو يوازې ۷ تنو ولايتي شورا ته ځانونه کانديد کړي، چې يوه په کې مېرمن دي.
همداراز په سرپل ولايت کې تر دې دمه ۴۰ کسانو د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه ۴۰ کسانو ولايتي شورا ته د کانديدېدو فورمې ترلاسه کړې دي.
خو د دغه ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر عزيزاحمد رسولي پژواک ته وويل، چې له دغو کسانو څخه يوازې ۶ يې ولايتي شورا ته ځانونه کانديد کړي، چې يوه په کې ښځه ده.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.