کابل (پژواک ١٨ وږى ٩٢): د پاکستان د مشرانو جرګې د دفاعي کمېسيون يو پلاوى نن په رسمي سفر کابل ته راځي.
په کابل کې د پاکستان د سفارت مطبوعاتي اتشه اختر منير د وږي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د مشرانو جرګې (سنا) دغه پلاوى نن له غرمې وروسته کابل ته راځي.
هغه زياته کړه، چې دغه پلاوى به د افغانستان د ملي شورا د غړو تر څنګ له يو شمېر نورو چارواکو سره هم ليدنې ولري.
بلخوا پاکستانۍ رسنيو خبر ورکړى، چې د دغه پلاوي مشر د مشرانو جرګې د دفاعي کمېسيون مشر مشاهد حسين کوي.
سرچينې زياته کړې، چې په دغه پلاوي کې سناتور اعتزاز احسن، فرحت الله بابر، افراسياب خټک، حاجي عديل، جهانګير بدر، مولانا محمد خان شېراني، بېګم نجمه او سحر کامران شامل دي.
ياد سناتوران د پاکستان له بېلابېلو سياسي ګوندونو سره تړاو لري. 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.