ترينکوټ (پژواک ٦ زمرى ٩٢): د اروزګان ولايت د ګېزاب ولسوالۍ سلګونو لاريون کوونکو د احتجاج په توګه په دې ولسوالۍ کې د ټولټاکنو د نوم ليکنې ساحوي  دفتر وتاړه.
لاريون کوونکو، چې شمېر يې تر ٦٠٠ پورې رسېده د زمري په ٦مه د سهار په نهه بجې يې لاريون پيل کړى و او د ټولټاکنو د کمېسيون او ساحوي دفتر پر ضد يې شعارونه ورکول.
د لاريون يوه ګډونوال او قومي مشر ملک رحمت الله د ټيلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا ولسوالي له تېرو لسو کلونو راهيسې د طالبانو له خوا کلابنده وه، امنيت يې خراب و ، خو د اروزګان ولايت ځايي ادارې دغې ولسوالۍ ته پاملرنه وکړه، امنيت يې ښه کړ ، چې اوس پکې دولتي ادارې هم فعالې دي.
د نوموړي په وينا، کله چې د دوى وضعيت خراب و، نو له دايکنډي ولايت سره يې اړيکې پرې کړې وې، خو اوس چې يې امنيت ښه شوى، نو د دوى رايې او کارتونه يې په دايکنډي پورې تړلي دي.
د حاجي لعل محمد په نوم د لاريون يوه بل ګډونوال او قومي مشر پژواک اژانس ته وويل، چې دا د دوى پر ضد يوه دسيسه او په لوى لاس د ګېزاب ولسوالۍ د خلکو شمېر او رايې په دايکنډي پورې تړل کېږي.
يادو قومي مشرانو ګواښ وکړ، چې که په دې ولسوالۍ کې د ټولټاکنو د نوم ليکنې ساحوي دفتر په اروزګان ولايت پورې ونه تړل شي، نو نه يواځې به د نوم ليکنې ساحوي دفتر ته د پرانيستلو اجازه ورنه کړي، بلکې نه به کارتونه او نه به هم په ټاکنو کې برخه واخلي.
دوى دا ګواښ هم وکړ، چې که يې غوښتنې ونه منل شي، نو لويې لارې او د دې سيمې ښوونځي به هم وتړي.
په دايکنډي ولايت کې د ټولټاکنو د ساحوي دفتر مسوول جمعه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار سلګونو لاريون کوونکو د دوى پر دفتر بريد وکړ، څوکۍ او ځينې نور وسايل يې مات کړل.
هغه زياته کړه، چې د دوى دفتر تړل شوى او فعاليتونه يې هم درېدلي دي او د خلکو د شکايت په اړه يې مرکزي دفتر ته راپور ورکړى دى.
د نوموړي په وينا، دوى د مرکزي دفتر پرېکړې ته منتظر دي.
د يادونې ده، پرون په ټول هېواد کې د ټاکنو د نوم ليکنې دويم پړاو پيل شو، چې په ترڅ کې يې د ټول هېواد په شاوخوا ٣٨٥ ولسواليو کې دا پروسه پلي کېږي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.