جلال اباد(پژواک،١٩چنګاښ٩٢):په ننګرهار کې د ازادو او عادلانه ټاکنو ادارې (فيفا) استازى وايي، چې په دغه ولايت کې د ټاکنو سيمه ييز دفتر ورته په وخت او کره معلومات نه ورکوي.
اعجاز ملکزي د چنګاښ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې د ټاکنو کمېسيون بايد دوى د کارتونو د وېش اندازه، سيريال نمبرونه او نور اړونده معلومات ورکړي، خو د پرله پسې غوښتنو سره سره د ټاکنو کمېسيون دوى ته معلومات نه ورکوي.
هغه زياته کړه، چې که  ياد معلومات دوى ته ورنکړي، نو د ټاکنو شفافيت او روڼوالى په خپله تر پوښتنې لاندې راځي او پرته له شکه به ټاکنې له درغليو ډکې وي.
ملکزى وايي: (( ما څو ځله له دوى څخه په رسمي ډول غوښتنه وکړه، مګر دوى وايي، چې دا اسناد محرم دي.))
د فيفا د ولايتي استازي په وينا، دوى دا دنده لري، چې معلومات ترلاسه کړي او خلکو ته د ټاکنو د پروسې د روڼوالي په اړه معلومات ورکړي، خو د ننګرهار سيمه ييز دفتر يې مخنيوى کوي
ملکزي وويل: (( په ولسواليو کې هم د کارتونو د وېش په اړه موږ اندېښنه لرو، ښايي دغه پروسه په ښه شان ترسره نه شي.))
نوموړى واييو چې که  د ټاکنو کمېسيون دا ډول معلومات پټوي او دوى ترې ناخبره ساتي، نو دا به د دوى په زيان تمام  شي او خلک به يې په اړه د درغلۍ فکر وکړي.
پژواک اژانس هڅه وکړه ، چې په دې اړه په ننګرهار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د سيمه ييز دفتر نظر واخلي ،خو د پرله پسې اړيکو نيولو سره سره په دې ونه توانيد، چې د هغوى نظر واخلي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.