کابل (پژواک٤چنګاښ٩٢): د مشرانو جرګې يو شمېر غړي وايي، د سولې د خبرو تر څنګ بايد پر وسله والو مخالفينو پوځي فشار راوړل شي او افغان استخباراتي او کشفي ځواکونه بايد پياوړي شي.
د دې جرګې مشر فضل هادي مسلميار د جرګې په نننۍ غونډه کې  وويل ، چې په هيواد کې د سولې د ټينګښت لپاره بايد حکومت د وسله والو طالبانو پر وړاندې جدي غبرګون وښيي، ترڅو"طالبان عذر وکړي او سولې ته اماده شي ."
د مشرانو جرګې لومړى مرستيال محمد علم ايزديار وايي ، چې وسله وال طالبان په سوله باور نه لري  او د جګړې لپاره پلمې لټوي .
دى وايي ، چې په هيواد کې د سولې روانه پروسه بريالۍ نه ده او بايد د وسله والو طالبانو پر وړاندې حکومت يو روښانه سياست غوره کړي.
د ايزديار په وينا ، په هيواد کې د ناامنيو پيښې ځکه ډيرې شوي ، چې حکومت ترهګرو ته سزا نه ورکوي
په ياده جرګه کې د نورستان استازي حافظ عبدالقيوم د کابل نننى بريد ياد کړ او ويې ويل چې  طالبان ځکه دغه شان بريدونه کوي ، ترڅو ځانونه پياوړي وښيي او د سولې په پروسه کې يې شرطونه ومنل شي .
نن سهار شاوخوا شپږنيمي بجې ځانمرګيو بريدکونکو له دوو مرمۍ ضد لنډکروزر موټرو او د  ايساف له  جعلي کارتونو  څخه په ګټې اخيستنې   د ارګ په ختيځه دروازه کې بريدوکړ.
چارواکي وايي ،  چې په دې بريد کې څلور بريدګر او درې امنيتي ساتونکي وژل شوي دي .
حافظ عبدالقيوم د کومې استخباراتي کړۍ د نوم له ښودلو پرته وويل، چې په افغانستان او سيمه کې استخباراتي جګړه روانه ده ، خو د هيواد کشفي او استخباراتي ارګانونه ضعيف دي .
هغه زياته کړه : (( ددې لپاره ، چې موږ هم وکولاى شو استخباراتي جګړه وکړو بايد خپل استخباراتي ارګانونه ډير پياوړي کړو.))
د مشرانو جرګې ګڼ شمېر نورو غړيو هم د کابل نننى بريد په کلکه وغانده او  په هېواد کې يې د نا امنۍ پېښې مخ په زياتېدو وبللې .
د يادې جرګې غړيو ټينګار کاوه ، چې په هېواد کې د ناامنيو پېښو د مخنيوي لپاره بايد افغان ځواکونه له هر پلوه پياوړي شي .
په پاى کې د مشرانو جرګې غړيو پرېکړه وکړه ، چې په راتلونکې اونۍ کې  به د امنيتي ارګانونو مشران خپلې عمومي غونډې ته وغواړي،  ترڅو په هېواد کې د ناامينو په اړه معلومت ورکړي .
د يادونې ده ، چې پنځلس ورځې وړاندې  د سې شنبې په ورځ د سترې محکمې د کارکونکو پر موټر بريد  وشو ، چې لسګونو تنو ته يې مرګ ژوبله واړوله .
دغه راز د تېرې سې شنبې په ورځ  هم په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو د استازي محمد محقق پر موټريز کاروان چاودنه وشوه، چې محقق ترې روغ ووت ، خو درې ساتونکي يې ټپيان شول .
د مشرانو جرګې مشر د دې جرګې په نننۍ غونډه کې د جزيياتو له ورکولو پرته  تور ولګاوه،چې امريکا په دولتي کسانو او طالبانو کې  "مزدوران"  لري او د کابل نننۍ بريد هم د همدې مزدورانو له خوا شوى دى .
د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار ، وويل ملت دنده لری، چې د د ا ډول  دسيسو پر وړاندې جدي غبرګون وښيي، ترڅو هېواد د نورو له لاسوهنو خلاص او امنيت په کې ټينګ شي.
دا په داسې حال کې ده ، چې د ياد شوي بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دى .

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.