مزار شريف ( پژواک ١٦ غبرګولى ٩٢): چارواکي وايي، چې د سر پل ښار د منار څلور لارې ته نږدې په يوه هوټل کې چاودنې يوتن وژلى او ١٣ نور يې ټپيان کړي دي.
د سرپل امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرووف تاج د غبرګولي په ١٦مه پژواک اژانس ته وويل،چې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې وشوه.
د ده په خبره، په چاودنه کې وژل شوى تن او ټپيان ټول ملکي وګړي دى،چې په هوټل کې د ډوډۍ خوړلو لپاره راټول شوي وو.
هغه زياتوي، چې د چاودنې د علت په اړه يې پلټنې پيل کړي ، تر څو معلومه کړي،چې پېښه څنګه او ولې رامنځ ته شوه.
د پېښې يو تن عيني شاهد حاجي صدرالدين بيا وايي،چې د چاودنې مرګ ژوبله زياته ده.
هغه پژواک ته وويل، په چاودنه کې درې تنه وژل شوي او شاوخوا شل نور ټپيان دي.
تراوسه ددې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.