MPs want ECC to probe poll complaints

کابل (پژواک ٥ چنګاښ ٩٢): ولسي جرګې د "ده سبز ولسوالۍ شخړې" د څېړلو لپاره د حکومت له خوا د ټاکل شوي پلاوي پر ترکيب نيوکه وکړه او د اعتراض په توګه يې له غرمې مخکې د جرګې نننۍ غونډه تعطيل کړه.
د غبرګولي په درېيمه د کابل ده سبز ولسوالۍ د خلکو او پوليسو تر منځ د کابل ښار په پلچرخي سيمه کې نښته وشوه، چې له امله يې د د ده سبز اووه اوسېدونکي ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان وو.
ولسي جرګې چې په نننۍ غونډه کې يې په دې اړ بحث وکړ، په همدې ورځ د يادې موضوع د څېړنې په موخه د جرګې د لومړي مرستيال ميرويس ياسيني په مشرۍ يو پلاوى سيمې ته واستاوه.
که څه هم ياسيني وايي چې امنيتي کسانو دغه پلاوي ته اجازه ور نه کړه څو پېښه له نږدې وڅېړي، خو زياتوي چې په دې وسله واله شخړه کې د ده سبز ٧ اوسېدونکي وژل شوي او د څلورو پوليسو په ګډون ٢٣ تنه ټپيان شوي دي.
دى زياتوي، په هغې ورځ امنيتي چارواکو د ده ټيلېفون ته ځواب نه ورکاوه او د ولسي جرګې غړو له خلکو سره د ليدنې له لارې د خلکو د هغه پلان مخه ونيوه، چې غوښتل يې په سروبي کې د کابل-ننګرهار لويه لار وتړي.
په ياده جرګه کې د کابل استازئ او د ياد پلاوي غړي الله ګل مجاهد وويل، پېښه وروسته له هغه رامنځته شوه چې په وزيرانو شورا کې ولسمشر کرزي ته ناسم معلومات ورکړل شول او ورته وويل شول، چې د الله ګل مجاهد ورور جنت ګل له سيمې څخه څلور جاپاني انجنيران تښتولي دي.
دى وايي، پوليسو وړاندې تر دې چې په دې اړه پوره معلومات ترلاسه کړي، د پلچرخي په سيمه کې د ده پر ورور او د خښتو د بټيو پر مشرانو چې غونډه يې لرله، بريد وکړ.
هغه هم وويل، چې په دغه بريد کې د ده د تره د زوى په ګډون ٧ تنه وژل شوي او ٢٠ نور د ده سبز اوسېدونکي ټپيان شوي دي.
مجاهد زياتوي: ((دا يوه دسيسه وه، چې زما لپاره جوړه شوې وه، زه هم سر له سبا هند ته ځم او تر هغه نه راځم څو د ده سبز د خلکو او حکومت تر منځ دغه جنجال نه وي ارام شوى.))
دى وايي، چې پوليسو د ده د ورور په ګډون ٣٥ تنه د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي نيولي وو، خو د هماغې ورځې په مازديګر يې بېرته ازاد کړل.
د ياد پلاوي غړي او په ولسي جرګه کې د پروان استازي حاجي الماس زاهد د مجاهد د خبرو په تاييد وويل: ((په دې قضيه کې بايد پارلمان بې غوري ونه کړي، کنه ډېره لويه ستونزه به جوړه شي او ستونزې به د پارلمان تر دروازو را ورسېږي.))
زاهد وايي، چې امنيتي ځواکونو د ولسي جرګې پلاوي ته له دې امله، چې څېړنو ته يې نه دي پرېيښي، سپکاوى کړى او بايد جدي پوښتنه يې وشي.
د ولسي جرګې رييس عبدالروړف ابراهيمي د حکومت د يو مکتوب پر بنسټ وويل، چې حکومت د ده سبز د شخړې د څېړلو لپاره د کورنيو چارو وزارت اداري مرستيال ميرزا محمد يارمند په مشرۍ يو پلاوى ټاکلى چې ميرويس ياسيني او حاجي الماس زاهد يې هم غړي دي.
خو د جرګې يو شمېر غړي له دې امله چې ولې ياسيني د غړي او يارمند د پلاوي د مشر په توګه ټاکل شوى په غوسه شول او ويل يې چې په دغه کار سره حکومت جرګې ته په سپکه سترګه کتلي دي.
د ياد مکتوب په غبرګون کې د ياسيني په ګډون د جرګې يو شمېر غړي د غونډو له تالار څخه ووتل.
د ولسي جرګې مشر ابراهيمي د جرګې غړو ته وويل: ((څو ځلې مې ولسمشر ته ويلي، چې د حکومت له لوري د جرګې غړو ته سپکاوى کېږي او په سمه توګه پاملرنه نه ورته کوي، که تاسو وايۍ چې دا خبره ما رييس جمهور ته نه ده کړې خداى پاک دې له ماسره معامله وکړي.))
ده زياته کړه، چې د جرګې غړي دې د حکومت د پلاوي په ترکيب کې د يادې پېښې د څېړلو په موخه سيمې ته نه ورځي.
ده وويل، چې د ده سبز د پېښې د څېړلو په موخه د جرګې د مرکزي تفتيش، کورني امنيت، روغتيا او عدلي او قضايي کمېسيونونو له لوري پلاوى ټاکل کېږي.
وروسته هغه وويل، چې حکومت د ياد مکتوب په وسيله ولسي جرګې ته په سپکه سترګه کتلي، د نن لپاره د جرګې غونډه د اعتراض په توګه تعطيل ده.
په همدې سره نن له غرمې مخکې په شاوخوا لس نيمو بجو د جرګې غونډه تعطيل شوه.
د غبرګولي په دريمه ولسمشر کرزي د ده سبز پر پېښه خواشيني څرګنده کړې وه او په دې اړه يې د پلټنو په موخه د کابل د والي عبدالجبار تقوا په مشرۍ يوه پلاوي ته دنده سپارلې، چې په اړه يې څېړنه وکړي او پايلې يې جمهوري رياست ته وړاندې کړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.