Senate briefed on treatment of drug addicts

ګردېز (پژواک ٥ چنګاښ ٩٢): چارواکي وايي، چې د ګردېز په ښار کې د مشرانو جرګې يو غړى له چاودنې روغ وتلى خو څلور ساتونکي يې ټپيان شوي دي.
د پکتيا امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمدزمان د چنګاښ په ٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې د مشرانو جرګې د وکيل عبدالحنان حقويون د موټر د تېرېدو پر مهال شوې ده.
هغه زياتوي، چې چاودنه د ګردېز ښار په خواجه حسن سيمه کې رامنځته شوې، چې ځيني دوکانونه يې هم زيانمن کړي دي.
د نوموړي په وينا، چاودېدونکي توکي په يوه کثافات داني  کې ځاى پر ځاى شوي وو.
د چاودنې مسووليت تر دې مهاله چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.