Families of deportees not in Iran: minister

کابل ( پژواک ١٢ غبرګولى ٩٢) : حکومتي چارواکي وايي ، چې په تېرو درېيو مياشتو کې ايران له دې هېواد څخه زره تنه هغه افغان ماشومان ايستلي، چې کورونه يې په ايران کې نه دي ، بلکې په قاچاقي ډول يې غوښتل دې هيواد ته داخل شي.
 .دا په داسې حال کې ده ، چې څو ورځې وړاندې د هرات ولايت د ګډوالو چارو رياست مسوولينو پژواک خبري اژانس ته ويلي و،چې ايران په تېرو دوو مياشتو کې ١٥٠٠ افغان کډوال ماشومان له دې امله شړلي ، تر څو يې کورنۍ دې ته اړباسي ،چې له ايران څخه ووځي.
 د اړوندې موضوع په اړه نن د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته د ګډولو چارو وزير جماهير انوري او د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال ارشاد احمدي ورغوښتل شوي وو .
انوري وويل ، چې له ايران څخه د ماشومانو د ايستلو لړۍ د تېر کب مياشتې راهيسې پيل شوې او تراوسه دوام لري .
د هغه په وينا،  شاوخوا زر تنه ماشومان په يوځل نه، بلکې په تدريجي ډول له دې هېواده ايستل شوي دي .
انوري وايي : ((دا ماشومان هغه کسان نه دي، چې کورونه يې په ايران کې وي ، دوى هغه کسان دي ، چې له نورو کورنيو سره په قاچاقي ډول غواړي ، چې له پولي واوړي، خو د ايران پوليس يې نيسي او بېرته يې ديخواته را اړوي .))
انوري او د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ارشاد احمدي وويل ، چې  په تهران کې د افغانستان سفارت چارواکو ورته ويلي ، چې د يادو ماشومانو په اړه يې  له ايراني چارواکو سره اړيکه نيولې او هغوى ورته ويلي ، چې دغه ماشومان يې په زور له دې هېواد څخه ايستلو ته نه دي اړ کړي .
د احمدي په وينا، د يادې موضوع په اړه يې د بهرنيو چارو وزارت څېړنې روانې دي او که په دې برخه کې کومه قضيه پيدا کړي، نو رسيدنه به ورته وشي .
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې ماشومانو کې ډير يې هغه کسان دي ، چې عمرونه يې د ١٤او ١٨ کلونو په منځ کې دي ، چې  غوښتل يې په قاچاقي ډول ايران ته لاړ شي .
احمدي دا هم وويل، چې ايران له افغانستان سره په قضايي ، د محکومينو د استرداد او نورو برخو کې د همکاريو سندونه لاسليک کړي .
هغه زياته کړه ، چې ايران د دې سندونو په پلي کولو کې ځنډ کوي .
خو بل لورته بيا احمدي وايي ، چې ايران د دوه سوه افغانانو عدليي او قضايي دوسيې بشپړې کړي او ډير ژر به   دغه کسان افغان لوري ته وسپاري ، ترڅو دخپل بند پاتې موده دلته تېره کړي .
دى وايي ، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په هلو ځلو په تېر کال کې ٧٨٤ افغانان د ايران له زندانونو ازاد شوي او ٥٠ تنه ، چې په اعدام محکوم شوي و ، سزا يې له اعدام څخه عمر قيد ته را ټيټه شوې ده .
هغه دا هم وويل ، چې د بهرنيو چارو وزارت له ايراني چارواکو سره خبرې کړي، ترڅو د پولې په اوږدو کې پر افغانانو ډزې ونه کړي .
دى وايي : ((موږ ورته ويلي ، چې ډزې ونه کړي ، ځکه په ټول نړۍ کې په قاچاقي ډول خلک له پولو تيريږي را تيريږي .))
د تيرې مياشتې په ٢٠مه ځينې افغان ځوانان، چې غوښتل يې د کار کولو په موخه ايران ته ولاړ شي، د فراه ولايت په جوين ولسوالۍ کې د دغه هېواد د پوله ساتو ځواکونو له خوا په نښه او وژل شوي دي.
 د جوين ولسوالۍ چارواکو ويلي ، چې د هېواد د بېلابېلو برخو درې سوه ځوانان، چې د کار په موخه ايران ته تلل، د ايران پوله ساتو ځواکونو تر وسله وال بريد لاندې نيول شوي، چې له امله يې ډېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او د هغوى له ډلې څخه يې ١٥٠ تنه لادرکه  شوي هم دي.
د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د ګډوالو چارو وزير انوري وويل ، چې په ايران کې يې د افغانانو د اعدام په اړه له ايراني چارواکو سره خبرې کړي او له هغوى څخه يې غوښتنه کړې ، چې په اعدام د محکومو  کسانو په سزا کې کموالى راولي .
انوري دا هم وويل ، چې دې وزارت د افغان ګډوالو او بې ځايه شويو کسانو د سرپناه د جوړلو لپاره تګلاره جوړه کړې ، چې د تصويب په موخه به يې ډير ژر د وزيرانو شورا ته وړاندې کړي .
خو د مشرانو جرګې ګڼ شمېر غړيو په دې برخه کې د يادو حکومتي مسوولينو څرګندونې د قناعت وړ ونه بللې او ويې ويل ، چې ايران د افغانانو په ځورونه او وژنه کې سياسي موخې لري .
هغوى ټينګار کاوه ، چې حکومت بايد په ايران کې د افغانانو د ستونزو د حل لپاره هلې ځلې وکړي او يا هم ورته په هېواد کې د کار او سرپناه زمينه برابره کړي .

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.