MPs against mention of tribe in ID cards

کابل (پژواک ١٢ غبرګولى ٩٢): د مشرانو جرګې يو شمېر غړي ټينګار کوي، چې په برېښنايي تذکرو کې دې د مليت نوم ذکر شي، خو ځيني نور بيا له دې کار سره مخالف دي.
د غبرګولي په اتمه، ولسي جرګې پرېکړه وکړه چې په برېښنايي تذکرو کې دې د مليت نوم نه ذکر کېږي، خو د تذکرې اخيستونکي تخلص او دين دې په کې وليکل شي.
 د عدليې وزارت د روان کال د وري په مياشت کې د نفوسو د احوال د ثبت قانون مسوده په ٧ فصلونو او ٣٩ مادو کې، په برېښنايي تذکرو کې د جعل د مخنيوي په موخه ولسي جرګې ته د تصويب لپاره وړاندې کړه.
د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د باميانو استازي هدايت الله رهايي وويل، چې برېښنايي تذکرو کې بايد د مليت نوم ذکر شي.
د هغه په اند، د تابعيت په تذکرو کې د مليت د نوم ذکر کول، په افغانستان کې ملي يووالى رامنځته کوي.
رهايي زياته کړه: ((که د تابعيت په تذکرو کې د مليت نوم ذکر نه شي، دا لوى خيانت دى.))
هغه د افغانستان له خلکو غوښتنه وکړه، چې د تابعيت په تذکرو کې د مليت نوم د ذکر کولو لپاره سره يو لاس شي.
په ياده جرګه کې د سمنګانو استازي محمداصف عظيمي وايي: ((دا چې موږ افغانان يو، وياړ پرې کوو؛ خو که د يوه قوم نوم د تابعيت په تذکره کې وليکل شي، څه تاوان په کې دى.))
هغه زياته کړه، افغانان بايد يو بل وزغمي او اجازه ورکړي، چې د ټولو قومونو نومونه د تابعيت په تذکره کې ذکر شي.
عظيمي وايي، د پښتنو ترڅنګ، تاجک، ازبک، هزاره او نورو ټولو قومونو له دې خاورې دفاع کړې او د هېواد د ازادۍ لپاره يې وينه تويه کړې ده او حق لري، چې نومونه يې د تابعيت په تذکره کې وليکل شي.
خو په ياده جرګه کې د خوست استازي عارف الله پشتون وويل، ځينو هېوادونو خپلو موخو ته د رسېدو په موخه يو شمېر کسانو ته پيسې ورکړي، ترڅو هڅه وکړي د تابعيت په تذکره کې د مليت نوم ذکر شي.
خو هغه په دې برخه کې د کوم هېواد يا کوم کس نوم ياد نه کړ.
پښتون زياته کړه: ((دا يوه پروژه ده، دلته پيسې ورکړل شوي، ترڅو په تذکره کې د مليت نوم ذکر شي.))
د هغه په وينا، د تابعيت په تذکره کې د نوم ذکر کول، افغانستان په قومونو وېشي او دلته بې اتفاقي رامنځته کوي.
په ياده جرګه کې د زابل استازى محمد داوود حساس هم ورته نظر لري او وايي: ((له افغان څخه هدف پښتانه نه دي، ټولو قومونو ته افغانان وايي؛ که په تذکره کې تاجک وليکل شي، نو خلک به څه فکر کوي، چې دا کس د تاجکستان دى او که د افغانستان.))
حساس ټينګار کاوه، چې د تابعيت په تذکره کې بايد د مليت نوم ذکر نه شي، چې دا کار د افغانستان په خير نه دى.
دا په داسې حال کې ده، چې د برېښنايي تذکرو د ورکړې لپاره د نوم ليکنې پروسه د وري په ٤مه، په کابل کې پيل شوه، خو د نامعلومو دلايلو له مخې وځنډول شوه.
 د وري په مياشت کې د کورنيو چارو وزارت اعلان وکړ، چې په راتلونکو درېيو کلونو کې به د هېواد ټولو وګړو ته برېښنايي تذکرې ورکړل شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.