Taliban set fire to Ghazni council member’s house

کابل (پژواک ٩ غبرګولى ٩٢): ځينې خلک وايي، چې وسله وال طالبان د شبرغان- قوش تپې پر لويه لاره عام خلک له موټرو ښکته کوي؛ د هغوى تذکرې او د ټاکنو کارتونه څيروي او ګواښ ورته کوي، چې په ټاکنو کې د ګډون پر مهال به يې ووژني.
طالبانو د لارې بندول منلي، خو وايي، چې دوى هيڅلکه هم د خلکو تذکرې او د هغوى د ټاکنو کارتونه نه دي څيرې کړي.
 د ټاکنو خپلواک کمېسيون د غبرګولي په پنځمه اعلان کړى، چې د هېواد په کچه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنو ته د رايې ورکوونکو نومليکنه په رسمي ډول پيل شوې او په ټوله کې د هيواد څلور نيم ميليون وګړو ته د کارتونو لړۍ، چې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري د ١٦ مې ټاکنو کې د رايو ورکولو قانوني سن لري، پيل شوې ده.
 د يادې لارې مسافرو ويلي، چې وسله والو طالبانو له تېرو دوو ورځو راهيسې د لسګونو تنو تذکرې او د ټاکنو کارتونه څيرې کړي او هغوى ته يې د مرګ ګواښ کړى دى.
 د قوش تپې يوه اوسېدونکي، چې د امنيتي ستونزو له امله د خپل نوم له اخيستو يې ډډه کوله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دولت مخالفين د شبرغان- قوش تپې پر لويه لار د عربو په کلي او د مهتاب امنيتى پوستې ته څېرمه مسافر له خپلو موټرو ښکته کوي، چې کله د هغوى کارتونه او تذکرې څيروي ، نو بيا ورته وايي، چې په ټاکنو کې بايد ګډون و نه کړي.
 د هغه په وينا، وسله وال مخالفين ورته ګواښ کوي، چې بايد له رايې ورکولو ډډه وکړي کنه وبه وژل شي.
 سرچينه وايي، د دولت مخالفين ګواښ کوي، چې خلک بايد له دولت او سيمه ييزو پوليسو سره مرسته ونکړي او له دوى سره يو ځاى شي  .
د ده په ادعا ، هغه خلک، چې د سيمه ييزو پوليسو په جنازه کې ګډون کوي هم په مرګ ګواښل شوي، خو له هغو خلکو سره، چې د سيمه ييزو پوليسو ليکې پرېږدي له هغوى سره کار نلري.
ځينې هغه موټر چلوونکي، چې د شبرغان- قوش تپې پر لويه لار تګ راتګ کوي وايي، چې خپلې تذکرې د همدې ګواښونو له امله له ځان سره په جيبونو کې نه ګرځوي.
د قوش تپې- شبرغان لويې لارې يو موټر چلوونکى، چې له نوم اخيستلو څخه يې ډډه کول وايي: " طالبانو پرون د ما تذکره هم وشکوله او کنځاوې يې هم راته وکړې، چې د رايې ورکولو مرکزونو ته لاړ نه شئ او په ټاکنو کې ګډون ونکړئ."
 هغه ادعا وکړه، چې طالبانو په دې وروستيو ورځو کې د لسګونو تنو تذکرې او د رايې ورکولو کارتونه څيرې کړي او هغوى ته يې د مرګ ګواښ کړى دى.
د قوش تپې ولسوال امين الله د رايې ورکولو د کارتونو او تذکرو څېرول مني او وايي، هغه کسان چې دا ډول کارونه کوي ، د قاري امان او مخلص په نومونو د قوماندانانو اړوند کسان دي .
 هغه زياته کړه،ځينو کسانو د طالبانو له خوا د خپلو څېرې شوو تذکرو ټوټې ولسوالۍ ته راوړې ، ده په دې اړه يو بشپړ راپور ليکلى او ولايت ته يې استولى دى .
 خو د جوزجان ولايت دامنيت امر سمونوال سيدمحمدزمان الدين حسيني په دې اړه بې خبري وښوده او وايي ،چې تر اوسه پورې کشفى امنيتى ارګانونو دوى ته ددې موضوع په اړه خبر نه دى ورکړى .
 حسيني وويل،چې طالبان دقوش تپې ولسوالۍ دعربو کلي اړوندو ساحو کې تګ راتګ لري او ددولت پر ضد  ورانکاري فعاليتونه کوي .
طالب وياند قارى يوسف احمدي دخپلو کسانو له خوا د لارې بندولو پخلى کوي ، خو خلکو ته شوي کواښونه نه مني .
هغه پژواک ته وويل، په تېرو دوو ورځو کې طالبان د شبرغان – قوش تپې پر لويه لاره موټر دروي او خلک له ځان سره همکارۍ ته رابولي او ورته وايي، چې د دولت له همکارۍ دې لاس واخلي .
 خو احمدي زياته کړه ،چې طالبانو هېڅکله هم دخلکو تذکرې او ټاکنيز کارتونه نه دي څېرې کړي .
 د نوموړي په وينا، دوى له خلکو غوښتنه کړې، چې د سيمه ييزو پوليسو په جنازه کې دې ګډون نه کوي ، ځکه دوى دقران او هغو ځواکونو پر وړاندې جنګېږي، چې اسلام ته کار کوي، جنازه يې شرعي نه، بلکې ناجايزه ده .
 بلخوا په جوزجان کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون مسوول امان الله حبيبي وايي، چې په دغه ولايت کې د رايې ورکولو کارتونو د وېش لړۍ په نورمال ډول روانه ده ، خو وسله وال مخالفين خلک په مرګ ګواښي ، دغه وضعيت د خلکو پر روان اغېز کړى او دنوم ليکنې بهير يې هم ټکنى کړى دى .
هغه زياته کړه ،تر څو چې امنيتي ځواکونه د قوش تپې او درزاب ولسواليو په ګډون په لرې پرتو سيمو کې د رايې ورکولو مرکزونو امنيت ډاډمن نه کړي ، نو راتلونکې ټاکنې به ترسره نه شي .
 حبيبي وويل، چې ددغو دوو ولسواليواوسېدونکو د امنيتي ستنونزو له امله د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په تېرو ټاکنو کې هم ګډون ونه شواى کړاى، که چېرته د رايې ورکولو مرکزونو له امنيت څخه پوره ډاډ ولري او په دغو سيمو کې د رايې ورکولو صندوقونه چمتو شي، نو خلکو ته به د رايې ورکولو زمينه مساعده وي .
 دا په داسې حال کې ده، چې دټاکنو خپلواک کميسيون دوه ورځ مخکې دنوم ليکنې پروسې داعلان پرمهال د راتلونکو ټاکنو او ورته د رايې ورکوونکو دنوم ليکنې مرکزونو د امنيت په اړه اندېښنه ښودلې وه او ويلې يې و ، چې دوى له ننګونو سره مخ دي او غواړي، چې دغه ستونزه حل شي .
خو د کورنيو چارو وزارت اعلان کړى، چې افغان امنيتي ځواکونه د رايې ورکوونکو دنوم ليکنې د مرکزونو د امنيت خوندي کولو لپاره بشپړ چمتو والى لري او په دې برخه کې بايد کومه انديښنه ونه شي .

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.