Patang’s remarks generate heat in Senate

کابل (پژواک ٢٥ غويى ٩٢): د مشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدو کمېسيون، ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال ته په ولسي جرګه کې د وروستيو څرګندونو له امله ستاينليک ورکړ.
د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال وړمه ورځ د ولسي جرګې په استيضاحيه غونډه کې د جرګې د ځينو هغو غړو نومونه په ډاګه کړل، چې مخکې يې په قاچاق کې پر لاس لرلو او له ده څخه په ناقانونه غوښتنو تورن کړي وو.
زاخېلوال، د کندهار استازى محمدنعيم حميدزى لالى او د فراه استازى سميع الله صميم په ناقونه غوښتنو او د شرابو په قاچاق، د ننګرهار استازى عبدالظاهرقدير د اوړو په قاچاق او د بغلان استازى محمدعظيم محسني، د غزني استازى محمدعارف رحماني او د پکتيکا استازى محمود خان سليمانخېل په غيرقانوني غوښتنو تورن کړي وو.
زاخېلوال د مشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدو کمېسيون په نننۍ غونډه کې وويل، چې له يادو کسانو پرته ځيني نور هم ده ته معلوم دي چې ناقانونه کړنې يې کړې دي.
هغه په دې اړه د نورو معلوماتو له ورکولو پرته زياته کړه: ((نور کسان شته، چې دا کارونه کوي له دوى څخه بايد عبرت واخلي او نور دغه کار ونه کړي.))
د مشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدو کمېسيون مشر ډاکتر زلمي زابلي وويل، چې د قاچاقبرانو او مفسدو کسانو په افشا کولو کې له ماليې وزير او نورو ارګانونو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دى.
دا په داسې حال کې ده، چې د ماليې وزير له خوا د ولسي جرګې تورنو او ځينو نورو غړو د زاخېلوال څرګندونې بېځايه بللې او غوښتنه يې کړې، چې دغه موضوع دې وڅېړل شي او زاخېلوال د موضوع تر روښانه کېدو پورې ممنوع الخروج شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.