Wolesi Jirga summons finance minister

کابل(پژواک،٢٤غويى٩٢) : د ولسي جرګې غړى سميع الله صميم وايي ،چې د ماليي وزير له خوا پر ده او د دې جرګې پر ځينو نورو غړو د لګېدلو تورونو د څېړلو لپاره دې ځانګړې محکمه جوړه شي.
د ماليې وزير حضرت عمرزاخېلوال تېره ورځ د ولسي جرګې په استيضاحيه غونډه کې د جرګې د  ځينو هغو غړو نومونه په ډاګه کړل، چې وزير مخکې په قاچاق کې پر لاس لرلو او له ده څخه په ناقانونه غوښتنو تورن کړي وو.
په يادو وکيلانو کې د ننګرهار استازى عبدالظاهرقدير، د کندهار استازى محمدنعيم حميدزى لالى ، د بغلان استازى محمدعظيم محسني،د غزني استازى محمدعارف رحماني ،د پکتيکا استازى محمودخان سليمانخېل او د فراه استازى سميع الله صميم شامل وو .
په دې اړه بشپړ راپور دلته وګورئ
د فراه استازي سميع الله صميم نن د ملي شورا په ودانۍ کې  خبريالانو ته  وويل ، چې زاخېلوال پر ده تور لګولى، خو ددې تور د ثبوت لپاره د منلو وړ اسناد نه لري .
زاخېلوال ويلي و، چې صميم د فراه له لارې پنځه ټانکره تېل په قاچاقي ډول له ايران څخه افغانستان ته راوړي وو.
وزير وايي، وروسته له هغه چې دغه ټانکر ونيول شول، صميم له جرمني څخه د ټېلېفون له لارې له ده څخه د دغو ټانکرونو د خلاصون غوښتنه وکړه.
زاخېلوال وايي : "ما صميم ته وويل، چې دا خو غيرقانوني دي، هغه راته وويل، غيرقانوني دي چې له تا مرسته غواړم، کنه نو ستا مرستې ته اړتيا نه وه."
خو صميم بيا وايي ، چې درې پاسپورټونه  لري او که هر چا د ده  په پاسپورټ کې د جرمني ويزه پيدا کړه ، نو د ده په اړه به د زاخېلوال ټولې څرګندونې سمې وي .
هغه زياته کړه : (( دغه د تېلو شرکت خو رييس او معاون لري ، دواړه دې دلته راوستل شي او په قران دې لاس کيږدي او دى وايي ، چې زه له دوى سره شريک يم او که نه .))
د ماليې وزير همداراز پر صميم تور پورې کړ، چې له مسکو څخه يې په يو وار ٥٠ بوتله شراب د کابل د هوايي ډګر له لارې افغانستان ته راوړي دي.
صميم وايي ، چې وزير بايد د خپلې يادې خبرې په اړه کره اسناد د ټولو پر وړاندې ښکاره  کړي، ځکه چې په شفاهي ډول  دغه شان څرګندونې د منلو وړ نه دي .
هغه زياته کړه : ((که  وزير داسې کوم کره سند ، چې له مخې يې  پر ما د شرابو قاچاق ثابت شي وړاندې کړي،  نو زه ځان په پارلمان کې په دار ځړوم.))
صميم د ولسي جرګې  له مشر څخه غوښتنه وکړه ، چې پر ده او نورو وکيلانو د لګېدلو تورونو د څېړلو لپاره دې د ځانګړې محکمې د جوړېدو غوښتنه وکړي.
هغه وايي، که زاخېلوال پر ده د لګېدلو تورونو  په اړه اسناد وړاندې کړل، نو  چمتو دى ، چې د قانون  منګولو ته وسپارل شي .
هغه وايي: ((او که وزير اسناد وړاندې نه کړل ، نو که زما پنځه نور ملګري يې پريږدي زه خو يې په هيڅ ډول پرېښودو والا نه يم .))
صميم وايي ، چې زاخېلوال ځکه پر وکيلانو تورونه پورې کړل، ترڅو وکولاى شي هغه فساد، چې ده کړى د خلکو له نظره وغورځوي.
هغه په زاخېلوال تور پورې کړ ، چې کلونه وړاندې د پاکستان د استخباراتي ادارې د بورسونو له لارې کاناډا ته استول شوى دى .
د ده په وينا، د زاخېلوال  د ١٣٨١کال  او  سږکال سرمايه بايد پرتله شي ، تر څو څرګنده شي، چې هغه له بيت المال څخه پيسې اخيستې او که نه .
دا په داسې حال کې ده ، چې  زاخېلوال تېره ورځ قسم ياد کړى ، چې له بيت المال څخه يې يوه روپۍ هم نه ده اخيستې.   
د هغه د معلوماتو له مخې، زاخېلوال تېرکال د کاناډا په تورنټو ښار کې يو پلورنځى جوړ کړى ، چې يواځې د هغه د ډيزائين لپاره يې ٢،٥ميليونه ډالره لګولي دي .
ده زياته کړه : ((زه د خپلو ټولو خبرو په اړه اسناد لرم او د کنفرانس په پاى کې يې کاپي ټولو رسنيو ته ورکوم.))
خو صميم د کنفرانس په پاى کې رسنيو ته د خپلو خبرو په اړه کوم اسناد ورنکړل .
پژواک اژانس هڅه وکړه، چې د صميم له خوا د لګېدلو تورونو په اړه له زاخېلوال سره خبرې وکړي، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.