Patang’s remarks generate heat in Senate

کابل (پژواک ٢٢ غويى ٩٢): مشرانو جرګې د ايراني پوله ساتو ځواکونو له خوا د افغانانو وژنه د اخلاقي، انساني موازينو او د ملګرو ملتونو سازمان د منشور پر خلاف بللې او له دولت څخه يې غوښتي، چې په کابل کې د ايران سفير احضار کړي.
خو په کابل کې د ايران سفارت وايي، چې دوى له خپله هېواده د افغانانو د وژلو په اړه کوم کره معلومات نه دي تر لاسه کړي.
ځينې افغان ځوانان، چې غوښتل يې د کار کولو په موخه ايران ته ولاړ شي، دوه ورځې وړاندې د فراه ولايت په جوين ولسوالۍ کې د دغه هېواد د پوله ساتو ځواکونو له خوا په نښه او وژل شوي دي.
 د جوين ولسوال صمديار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د هيواد د بېلابېلو برخو ٣ سوه ځوانان، چې د کار په موخه ايران ته تلل، د ايران پوله ساتو ځواکونو تر وسله وال بريد لاندې نيول شوي، چې له امله يې ډېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او د هغوى له ډلې څخه يې ١٥٠ تنه لادرکه  شوي هم دي.
د مشرانو جرګې يوه غړي ګل احمد عظيمي وويل، چې په دغه پېښه کې لس تنه مړه او ١٠ نور په ټپي حالت کې د فراه روغتون ته وړل شوي او ځينې ټپيان په سيمه کې پاتې دي.
هغه، چې نن يې په مشرانو جرګې کې خبرې کولې زياته کړه: " موږ د ايراني ځواکونو دغه عمل يو ښکاره جنايت بولو او حکومت هم بايد په دې اړه د ايران سفير احضار او د يادې موضوع په اړه دې ترې پوښتنې وکړي."
 عظيمي زياته کړه،چې ايران د دغه عمل په تر سره کولو سره خپل ټول انساني، اخلاقي، د ملګرو ملتونو منشور او د ګاونډيتوب اصول تر پښو لاندې کړي دي.
 د مشرانو جرګې نوموړي غړي، حکومت د دغې پېښې په اړوند پر خاموشۍ تورن کړى او ويې ويل، چې حکومت بايد په دې اړه عملي ګامونه پورته کړي.
 د مشرانو جرګې يوه بل غړي خالقداد بلاغي هم وويل: په داسې حال کې، چې دغه ډول کړنې د ايران له خوا څو ځلې تکرار شوې، خو دولت يې پر وړاندې هيڅ غبرګون نه دى ښودلى.
هغه د ايران د دغې کړنې په بدل کې د مشرانو جرګې غونډه پرېښوده او ويې ويل: " زه د خلکو د يوه وکيل او د هېواد د يوه غړي په توګه اعلان کوم، تر هغه، چې د افغانستان چارواکي د ايران له چارواکو څخه په دې اړه و نه پوښتي او هغوى هم د قناعت وړ ځواب ورنکړي، زه په دغه مجلس کې له خپل شتون څخه ډډه کوم."
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار، چې د نن ورځې غونډه دده په مشرۍ پر مخ بېول کېده هم په دې اړه خپل خپګان څرګند کړ او ويې ويل، چې ايران د دغه ډول عمل په تر سره کولو سره د ګاونډيتوب او ډيپلوماتيکو اصولو سرغړونه کړې او ګاونډيانو هميشه د افغانانو په وينو لوبې کړې دي.
هغه د نړيوالو اړيکو کمېسيون ته سپارښتنه وکړه، چې له بهرنيو چارو وزارت سره دغه پېښه په جدي توګه تر څېړنې لاندې ونيسي او پايلې يې ډېر ژر د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړي، تر څو مشرانو جرګه د اړتيا په وخت کې په دې اړه خپله پرېکړه ونيسي.
خو په کابل کې د ايران سفارت وايي، چې هغوى ته تر اوسه يې د خپل هېواد له خوا د افغانانو د وژلو په اړه کره معلومات نه دي تر لاسه کړي.
 د ايران سفارت وايي، چې دغه هېواد يو ځل بيا د افغانستان له اړوندو چارواکو څخه غواړي، څو د خپلو سرحدي سيمو په کنټرول کې او له قانوني لارو څخه د خپلو هېوادوالو په تګ راتګ ټينګار وکړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.