MPs want ECC to probe poll complaints

کابل (پژواک١٦غويى٩٢): د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ ته د ولسي جرګې ورغلى پلاوى وايي چې په ګوشته کې  پر پاکستاني تاسيساتو له لسو کلونو راهيسې کار دوام درلود، خو د افغان دولت اوس ورته پام شو.
ولسي جرګې وروسته له هغه ګوشتې ولسوالۍ ته خپل پلاوى واستوه، چې تېره اونۍد ډيورند کرښې دې غاړې ته د ننګرهار په ګوشته ولسوالۍ  کې د پاکستان لخوا د دروازې د درولو پر سر، افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو جګړه وکړه.
افغان ځواکونو په دې جګړه کې د پاکستان لخوا درول شوې دروازه ويجاړه کړه  خونن يوځل بيا په دې سيمه کې د افغان او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ نښتې وشوي.
د ياد شوي پلاوي مشر حميدزي لالي نن د جرګې عمومي غونډې ته په خپل راپور کې د ګوشتې د قومي مشرانو په حواله وويل چې پاکستاني ځواکونه ٤٥ کيلومتره د ډيورنډ له کرښې وړاندې راغلي دي.
لالى وايي چې د پاکستان د وړاندې راتګ له امله د ګوشتې ولسوالۍد ځينو خلکو کورونه د يادې دروازې  پورې غاړې پاتې دي .
هغه  وويل چې په ګوشته کې مېشت د مومندو قومي مشرانو پلاوي ته ويلي ، چې پاکستاني ځواکونه د کابل د غفلت له امله د افغانستان  په  خاوره کې وړاندې راغلي دي.
 د ولسي جرګې د پلاوي د راپور له مخې سره له دې چې د ننګرهار ولايتي چارواکو د ګوشتې د خلکو او په سيمه کې د امنيتي چارواکو غږ ډېر پخوا تر ولسمشرۍ ماڼۍ رسولى، خو لوړپوړي  چارواکي تراوسه چوپ وو.
د پلاوي تر راپور وروسته د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي د جرګې امنيتي او دفاعي کميسيونونو ته دنده ورکړه چې د خبرو لپاره اړوند حکومتي چارواکي وروغواړي ترڅو د ستونزې د حل لپاره اړينې هڅې وشي.
ولمسشر حامد کزري وړمه  ورځ  په ټينګار سره وويل، چې که پاکستان د ډيورند کرښې د په رسميت پېژندلو په موخه دا بريدونه کوي نو بايد پوه شي افغانستان به کله هم  دغه کرښه په رسميت ونه پېژني.
هغه وويل ،چې  افغان ولس له پيله د ډيورنډ کرښه نه ده منلې او افغان دولت يې ان په اړه خبرې هم نه غواړي.
د ډيورند تحميلي کرښه په ١٨٩٣ ميلادي کال کې د افغانستان په زړه کې راکش شوه او انګرېزانو د هغه وخت د برتانوي هند او افغانستان تر منځ پوله وبلله، خو افغانستان هېڅکله دغه کرښه د نړيوالې پولې په توګه نه ده منلې .
 په ١٩٤٧ ميلادي کال کې چې پاکستان جوړ شو او د اوسني خيبر پښتونخوا او بلوچستان سيمې په کې شاملې شوې، کابل بيا هم دغه پوله ونه منله.
هڅه مو وکړه چې د ياد شوي پلاوي د څرګندونو په اړه د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر، کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونو له چارواکيو سره خبرې وکړو ، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.