Senators extend support to Qasim’s family

کابل (پژواک ١٥ غويى ٩٢): مشرانو جرګه د ننګرهار په سرحدي ولسوالۍ ګوشته کې د وژل شوي افغان سرتېري له کورنۍ سره نغدي مرسته کوي او له حکومت څخه هم غواړي، چې د دغه سرتېري کورنۍ ونازوي.
د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکى او د افغانستان د سرحدي ځواکونو سرتېرى محمدقاسم تېره اونۍ د ډيورنډ کرښې دې غاړې ته د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ په کونڅړۍ سيمه کې د پاکستاني او افغان ځواکونو تر منځ په اوه ساعته جګړه کې ووژل شو.
د خپرو شوو راپورونو له مخې، دغه جګړه وروسته له هغه ونښته، چې د پاکستان پوځيانو پر افغان ځواکونو بريد وکړ. د دې جګړې په ترڅ کې افغان ځواکونو د پاکستان له لوري د ننګرهار په سرحدي ولسوالۍ "ګوشته " کې جوړه شوې دروازه ويجاړه کړه.
دغه دروازه تېره مياشت پاکستاني ځواکونو درولې وه او افغان لوري يې له دېپلوماتيکو لارو د لرې کولو هڅه وکړه، خو پاکستان دغه کار ونه کړ.
د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمدعلم ايزديار، چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه وويل، چې حکومت بايد د ګوشتې ولسوالۍ سرحدي پوليس وستايي او د محمدقاسم له کورنۍ سره مادي او معنوي مرستې وکړي.
هغه زياته کړه: ((د محمدقاسم له کورنۍ سره دې د مرستې په خاطر زموږ له تنخوا څخه زر، زر افغانۍ وګرځول شي او هر سناتور دې د خپل وس په اندازه نوره نغدي مرسته هم د قاسم له کورنۍ سره وکړي.))
د ايزديار دغه څرګندونې د مشرانو جرګې د غړو له لوري د لاسونو په پورته کولو سره تاييد شوې.
د يادونې ده، چې د خوست خلکو هم د محمدقاسم له کورنۍ سره ٥٠٠ زره افغانۍ نغدي مرسته کړې او د هېواد په بېلابېلو سيمو کې خلکو له خپلې خاورې د دفاع په خاطر د افغان ځواکونو ستاينه کړې او ملاتړ يې ورڅخه اعلان کړى دى.
د مشرانو جرګې لومړى مرستيال وايي، چې پاکستان يواځې په ګوشته کې نه، بلکې د هېواد په نورو سرحدي ولسواليو کې هم افغانستان ته ستونزې جوړې کړې او د ستونزو جوړولو په موخه د ځينو ګروپونو ملاتړ کوي.
ده په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.
خو د کونړ والي تېره ورځ ويلي، چې پاکستان د دغه ولايت په ناړۍ ولسوالۍ کې هم د افغانستان په خاوره کې ٣٠٠ متره دننه امنيتي پوسته جوړه کړې ده.
په مشرانو جرګه کې د کونړ استازي رفيع الله حيدري همدا خبره ياده کړه او ويې ويل، چې د افغانستان دولت او خلک بايد له خپلې خاورې په کلکه ساتنه وکړي او په دې برخه کې دې له چا مرسته نه غواړي.
هغه زياته کړه: ((موږ ته ډېر د شرم او خجالت ځاى دى، چې له ايساف څخه غواړو، چې زموږ سرحد وساتي، ايساف دې زموږ ځواکونه مجهز کړي، موږ خپله خپل سرحدونه ساتو.))
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او امريکا د متحدو ايالتونو تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو د تړون له مخې بايد پر افغانستان د هر ډول تېري د رامنځته کېدو په صورت کې دواړه لوري په بېړني ډول يو له بل سره په مشوره کې د سياسي، ډيپلوماتيکو، اقتصادي او پوځي اقداماتو په ګډون، د دواړو لورو په توافق او د دواړو هېوادونو د اساسي قوانينو د احکامو مطابق پېښې ته مناسب ځواب طرحه او تطبيق کړي.
په مشرانو جرګه کې د بلخ استازي مولوي محمود دانشجو وويل، چې افغان ځواکونه بايد تر هر څه مخکې د هېواد د سرحدونو د ټينګښت لپاره هڅې وکړي.
ده زياته کړه: ((حکومت بايد د سرحدونو د ټينګښت په برخه کې درجه يک احضارات اعلان کړي.))
د مشرانو جرګې ګڼ شمېر نورو غړو هم د سرحدونو په ټينګښت او د سرحدي پوليسو په پياوړيتوب ټينګار کاوه.
تېره ورځ د ولسي جرګې غړو هم ويلي وو، چې سرحدي پوليس بايد ونازول شي او سرحدونه بايد ټينګ شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.