Protestors warn of election boycott

جلال اباد (پژواک ٤ غويى ٩٢): په جلال اباد ښار کې د پنځمې ورځې لپاره هم د والي ګل اغا شېرزي پر ضد پراخ لاريون وشو.
سلګونه خلک نن (د غويي پنځمه) واټونو ته ووتل او د والي ګل اغا شېرزي پر ضد يې شعارونه ورکول او د هغه د ګوښه کولو غوښتنه يې کوله.
لاريون کوونکو په جلال اباد ښار کې د اعتراض په ډول د ښار پر سړکونو دوره ووهله او د والي پر ضد يې شعارونه ورکول.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازى پيربخش ګرديوال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې که مرکزي اداره بيا هم د والي ګل اغا شېرزي د برخليک په اړه کوم جدي اقدام ونه کړي، نو له لاريونو څخه به يو بيل ناورين رامنځته شي.
دى وايي: ((ټول ننګرهاريان به په راتلونکو ټاکنو کې برخه نه اخلي او له مرکزي دولت سره به زموږ باىکاټ وي.))
د ولايتي شورا غړى او د دغه لاريون يوه سمبالوونکي ذبيح الله زمري پژواک اژانس ته وويل، چې په ننګرهار کې فاسد والي نور نه شي زغملی.
هغه زياته کړه: ((شېرزى بايد حساب ته تيار شي او د محکمې مېز ته ودرېږي.))
د ده په خبره، د دوی لاريون به تر هغه دوام وکړي، تر څو چې يې والي حساب ته نه وي تيار کړی.
د ويلو ده، چې په ننګرهار کې دا مبارزه د دوو قوي ډلو، چې د يوې غاړې مشري د ولسي جرګې غړی ظاهر قدير کوي او د بل لوري د ولسي جرګې بل وکيل فريدون مومند د ننګرهار د والي پلوي کوي، روانه ده.
والي د دغو تورونو د پلټنو لپاره د يوه با صلاحيته پلاوي غوښتنه کړې، خو يو پلاوى دوه ورځې مخکې جلال اباد ته رسېدلى هم دى.
د والي وياند احمدضياء عبدالزى وايي، چې د دوى نظر د تېرې ورځې په شان دى.
وياند زياتوي، چې په ننګرهار کې د روانو لاريونونو په اړه له کابله د ملي امنيت د اپراتيفي مرستيال په مشرۍ يو پلاوى راغلى، چې وضعيت له نږدې وڅاري.
عبدالزي زياته کړه: ((د ننګرهار ولايت مقام د مرکز امر ته په انتظار دي، مرکز چې هر ډول امر وکړي دوى به يې عملي کوي.))
نوموړى زياتوي، په مرکز کې دغه موضوع په ټولو اداراتو کې بحث شوې او يوازې دوى د هغوى امر ته په انتظار دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.