Karzai: Omar can run for presidency

کابل (پژواک ١٣ ورى ٩٢): ولسمشر حامد کرزي ويلي، چې د طالبانو مشر ملا محمدعمر کولى شي په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې برخه واخلي.
کرزي دغه څرګندونې د جرمني له يوې ورځپاڼې سره د ځانګړې مرکې پر مهال کړې دي.
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي، چې د طالبانو مشر ملا محمدعمر کولى شي په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې برخه واخلي.
کرزي زياته کړې: ((ملا عمر دې افغانانو ته چانس ورکړي، چې ده ته رايه ورکوي او که يې مخالفينو ته.))
ټاکل شوې، چې دغه ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه د ولايتي شوراګانو له ټاکنو سره يوځاى ترسره شي.
ولسمشر کرزي په دې مرکه کې  زياته کړې، چې د افغانستان بيارغونه د ټولو افغانانو لپاره ده او طالبان هم بايد له دې څخه ګټه پورته کړي.
ولسمشر کرزي دا خبرې په داسې حال کې کړې، چې تېره اونۍ قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې هم له وسله والو غوښتي وو، چې نور دې له زور زياتي لاس واخلي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.