Khost elders warn of election boycott

خوست ښار (پژواک، ٨ ورى ٩٢): د خوست يو شمېر قومي مشرانو د ټاکنو د کمېسيون د مشر د هغو څرګندونو، چې په ناامنو سيمو کې به د رايې اچونې مرکزونه ، نه جوړوي، مخالفت وکړ.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر فضل احمد معنوي ويلي و، په ټاکنو کې د درغليو د کچې راټيټېدو لپاره پر پلانونو کار روان دى، خو که اړين امنيتي تدابير ونه نيول شي، ښايي په ځينو ناامنو سيمو کې ټاکنې ونه شي.
د ولسي جرګې پخواني غړي پاچاخان ځدراڼ او يو شمېر نورو قومي مشرانو، نن په خوست کې په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې ګډون وکړ.
په دې ناسته کې پاچاخان ځدراڼ وويل، د افغانستان په هېڅ برخه او په ځانګړي ډول د پښتنو د سيمو په يوه برخه کې هم امنيتي وضعيت دومره خراب نه دی، چې هلته دې د رايو د مرکزونو ساتنه ونه شي.
هغه زياته کړه، که په راتلونکو ټاکنو کې د پښتنو په ټولو سيمو کې د رايې مرکزونه، نه جوړېږي، نو موخه دا ده، چې پښتنو ته خپل حقونه نه ورکول کېږي.
نوموړي ټينګار کاوه: "که په راتلونکو ټاکنو کې د پښتنو په ټولو سيمو کې د رايې مرکزونه جوړ نه شي، نو ټول پښتانه له انتخاباتو سره پرېکون اعلانوي."
ځدراڼ د ټاکنو دخپلواک کمېسيون د دې پرېکړې په اړه، چې په راتلونکو ټاکنو کې له برېښنايي تذکرو څخه کار اخيستل کېږي، وويل، ستونزمنه ده ، چې په ټولو سيمو کې دا کار وشي.
هغه وايي، د رايې اچونې پخوانيو کارتونو ته دې هم اعتبار ورکړل شي، ترڅو په ټاکنو کې هر څوک ګډون وکړای شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو کمېسيون اعلان کړى، چې پخواني کارتونه او نوې وېشل کېدونکې برېښنايي تذکرې دواړه اعتبار لري او هېوادوال کولى شي، چې له مخې يې خپله رايه وکاروي.
د خوست د ولايتي شورا غړی او قومي مشر داوودشاه مکين زوی وويل: "که په دې برخه کې له رښتينولۍ کار واخيستل شي، نو هيله لري، چې د پښتنو يووالی به يې پايله وي."
د يادونې ده، چې تر دې وړاندې هم په خوست کې د يوې بلې غونډې په ترڅ کې د ټاکنو د خپلوک کمېسيون له هغې پرېکړې سره مخالفت اعلان شوی و، چې له مخې يې په ناامنو سيمو کې د رايې اچونې مرکزونه، نه جوړوي.
دوی ويلي و ، د ټاکنو د کمېسيون موخه د پښتنو سيمې دي، ځکه چې د دوی په وينا، ناامني نسبتاً د پښتنو په ولايتونو کې ده.
ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ کال د وري په ١٦مه ترسره شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.