Quorum problem hits Wolesi Jirga proceedings

کابل (پژواک ٧ ورى ٩١): د ولسي جرګې د ځينو غړو د پر له پسې ناسوبتيا له امله نن بيا د جرګې نصاب نه و پوره او له امله يې په اجنډا کې د مهمو شاملو موضوعاتو په اړه کومه پرېکړه ونه شوه.
ټاکل شوې وه، نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د همکاريو، د اسلامي هېوادونو له سازمان سره د افغانستان د يوځاى کېدو او له مهاجرو وحشيانو د ساتنې له کنوانسيون سره د افغانستان د يو ځاى کېدو د سندونو په اړه تصميم ونيسي.
ياد سندونه عمومي غونډې ته د تصويب په موخه وړاندې شول، خو د جرګې نصاب، چې ١٢٥ تنه کېږي، پوره نه و او په اړه يې کومه پرېکړه ونه شوه.
نن د جرګې له ٢٤٩ غړو څخه شاوخوا اويا يې حاضر وو.
دغه راز ټاکل شوې وه، چې جرګه نن د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون ته د اړتيا د شتون او نه شتون په اړه هم پرېکړه وکړي.
د ولسي جرګې ځينو غړو تېره اونۍ ويلي وو، چې د دغه کمېسيون شتون ته اړتيا نشته؛ ځکه چې د هغوى په وينا دغه کمېسيون د اداري فساد تر ټولو ستره سرچينه ده.
د غوڼدې په پاى کې د جرګې رييس عبدالروف ابراهيمي يادو موضوعاتو ته په اشارې وويل، چې جرګې بايد نن د اجنډا له مخې پر مهمو موضوعاتو بحث کړى او په اړه يې تصميم نيولى واى، خو د ډېرو وکيلانو د ناسوبتيا له امله دغه کار ونه شو.
هغه زياته کړه: "ډېر د شرم او تاسف ځاى دى، چې وکيلان د جرګې غونډو ته نه حاضريږي... وکيلان بايد د خلکو له حق سره جفا ونه کړي؛ هغه ژمنې، چې له خلکو سره يې کړې دي، هغه بايد غونډو ته په خپل راتګ سره پوره کړي.))
په ياده جرګه کې د کندوز استازې فاطمې عزيز وويل، چې ځيني وکيلان يواځې وزيرانو ته د رايې ورکونې او د اداري پلاوي د ټاکنو په ورځو کې حاضريږي.
هغې ادعا وکړه، چې ډېر شمېر وکيلان په خپلو شخصي کارونو او يا هم په بهرنيو سفرونو بوخت وي.
 په ولسي جرګه کې د دايکنډي استازي اسدالله سعادتي د جرګې له اداري پلاوي غوښتنه وکړه، چې د جرګې د کورنيو دندو له اصولو سره سم پر ناسوبو وکيلانو انضباطي تدابير پلي کړي.
د ولسي جرګې د کورنيو دندو د اصولو په ١٣١مې ماده کې راغلي، چې که د جرګې کوم غړى له عذر پرته په يوه مياشت کې له پنځو ورځو ډېره غير حاضري وکړي، د ناسوبتيا د ورځو معاش يې وضع کېږي او نوم يې د رسنيو له لارې اعلانېږي.
دغه راز په دې ماده کې راغلي، د جرګې هغه غړى چې له عذر پرته يې ناسوبتيا په يوه مياشت کې له پنځو ورځو ډېره شي، د جرګې د غونډو په څلورنيم مياشتنۍ دوره کې  له بهرنيو سفرونو محرومېږي.
سعادتي دا هم وويل، چې د ناسوبو وکيلانو د ناسوبتيا ورځې بايد د هرې مياشتې په پاى، د شپږو مياشتو په پاى او د کال په پاى کې اعلان شي تر څو خلک پوه شي، چې وکيلان په کال کې څو ورځې غونډو ته حاضريږي.
د ولسي جرګې مشر وويل، چې تر دې وروسته به د هرې مياشتې په پاى کې د ناسوبو وکيلانو نومونه په ډاګه کېږي او د جرګې د کورنيو دندو له اصولو سره سم به انضباطي تدابير پرې پلي شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ولسي جرګې اداري پلاوي تر دې مخکې هم څو ځلې ويلي، چې پر ناسوبو وکيلانو به انضباطي تدابير پلي شي، خو سره له دې چې ډېرې ورځې د جرګې نصاب نه وي پوره، تر اوسه دغه کار نه دى شوى.
د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې يواځې د نن ورځې د ناسوبو وکيلانو نومونه رسنيو ته په ډاګه شول.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.